ads

په هرات کې ۸۰ فیصده جنایي جرمونه کم شوي

د هرات امنیه قومندانۍ مسوولین د جنايي جرمونو د کمېدو خبر ورکړی او وايي چې په یاد ولایت کې د وسله والو غلا وو، برمته کولو او وژنو په څېر جنایي پېښې کمې شوې دي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 زمری 1401
په هرات کې ۸۰ فیصده جنایي جرمونه کم شوي

د هرات د امنیه قوندانۍ ویاند محمود شاه رسولي د چهارشنبې په ورځ کلید ته وویل، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو کچه تر ۸۰ فیصده راټیټه شوې ده.
«په تېر کې موږ د لویو جنايي جرمونو شاهدان وو، خو اوس په ډاډه زړه ویلی شو چې دغه جرمونه تر ۸۰فیصده کم شوي. خلکو ته ډاډ ورکوو چې د پاتې جنایي جرمونو مخنیوی به هم وشي. خلک باید د ښار د امنیتي وضیعت په اړه اندېښنه ونه کړي او له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، تر څو د ښار امنیت مو خوندي وي.»
په ورته مهال د هرات اوسېدونکي له امنیتي وضیعت څخه خوښي څرګندوي او وايي چې له څو میاشتو راهیسي په هرات ښار او ولسوالیو کې یې جنايي پېښې کمې شوې دي.
دوی د امنیه قومندانۍ له کړنو د منننې تر څنګ له امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ ټینګار وکړ.
په ورته مهال د ټولینزو چارو کارپوهان هم د امنیت د ټینګښت لپاره له امنیتي ځواکونو سره د خلکو پر همکارۍ تاکید کوي.
د ټولنیزو چارو شنونکې منیژه بهره وايي، د خلکو همکاري له امنیتي ځواکونو سره کولي شي د امنیت په ټینګښت کې ډېره مرسته وکړي.
نوموړې زیاته کړه، د جنایی پېښو د کمښت علت د چارواکو ښه دنده او یا هم د دوی له لوري د اعمارو پټول دي.
«هغه څه چې کولي شي په ټولنه کې امنیت تامین کړي، د دغو جنایتونو د عاملینو پېژندل دی او چارواکې هم په دې برخه کې مسول دي او د خلکو همکاري هم اغېزمن تمامېدلي شي. زما په نظر رسنۍ کولي شي د ښو او بدو پېښو په پوښښ کې د ټولنې ښه همکار وي.»
د هرات د خلکو په وینا، په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسي په دغه ښار کې په نسبي بڼه امنیت تامین شوی او له مسوولینو څخه د لا پاملرنې غوښتنکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2022

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA