ads

«اوس هم د افغانستان جمهور رئیس یم»

د هېواد پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني له « ای بي ان» رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دی لاهم د افغانستان جمهور رئیس دی.

kamran Ahmadzai
20 زمری 1401
«اوس هم د افغانستان جمهور رئیس یم»
The Prime Minister, Shri Narendra Modi meeting the President of Afghanistan, Dr. Mohammad Ashraf Ghani, at Hyderabad House, in New Delhi on September 19, 2018.

نوموړي زیاته کړې چې د اساسي قانون په اساس د افغانستان جمهور رئیس دی او تر هغې به وي، څو چې  افغان ولس په قانوني توګه واک بل چاته انتقال کړي.

د غني په خبره، هغه میراث او امانت چې ورته سپارل شوی، د ولس له رایې او خوښې پرته به یې په خپل سر چاته ونه سپاري.

نوموړي په خپله مرکه کې تور پوری کړی چې د جمهوریت په نړېدو کې ګڼ شمېر څېرو ونډه درلوده، خو ډېره پړه یې په ډاکټر عبدالله عبدالله او زلمي خلیلزاد واچوله.

غني زیاته کړې،چې خلیلزاد د افغانستان سیاسي قشر یې ویشلی و.

د هغه په خبره، امریکایانو د جمهوریت ملاتړ نه کاوه او ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې د خپل سفارت ټول اسناد وسوځول، کارکوونکي یې هوایي ډګر ته ولاړل او د صفري قطعاتو په زرګونو ځواکونه تخلیه کړل.

نوموړي د اسلامي امارت په اړه هم وویل چې که اوسنی حکومت یې له بدیل پرته لاړ شي، نو ډېرې سختۍ به رامنځته شي.

پخواني جمهور رئیس دغه راز زیاته کړې چې په خپلې مشورې یې بشپړې کړې، خو په اوسنیو حالاتو کې به افغانستان ته راستون نه شي.

هغه ویلي، دی د جنګ لپاره نه؛ بلکې د جوړولو لپاره پیدا شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2022

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA