د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار په خپاره کړي راپور کې ویلي چې غوښتل یې پر اشرف غني د پیسو د تورونو په اړه له نوموړي سره مرکه وکړي، خو هغه د دوی دا وړاندیز رد کړی دی.
په راپور کې راغلي، د اشرف غني پر ځای د هغه مدافع وکیلې د دوی له ورلېږل شوو ۵۶ پوښتنو یوازې شپږ یې ځواب کړي دي.
راپور زیاته کړې، له کابل څخه د پخواني جمهور رییس محمد اشرف غني د وتلو پر مهال د میلیونونو ډالرو وړل ناشونی کار و، ځکه هغه په یو بېړني حالت کې وتلی دی، خو ښايي لسګونه زره ډالر وړل وړل شوي وي چې دا هم د غني او د هغه د سفر د ملګرو د لارې خرڅ بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې سیګار تر دې وړاندې هم په خپل راپور کې ویلي و چې اشرف غني له افغانستان څخه د وتلو پر مهال له ځان سره میلیونونه ډالر وړي دي.