ads

د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پیل شوو پنځو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې ایرلنډ لوبډلې افغاستان ته په اووه ویکټو ماتې ورکړه.

کامران احمدزی
19 زمری 1401
د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړه

په دغې لوبه کې افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شل اورو نو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان لپاره عثمان غني ۵۹ او ابراهیم ځدران ۲۹ منډې جوړې کړې.
ایرلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ.
د ایرلنډ لپاره «انډي بیلبرني» په ۳۸ توپونو ۵۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د د واړو لوبډلو ترمنځ به دویمه شل اوریزه لوبه سبا د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA