ads

امریکا او سعودي نظامي تمرینونه پیلوي

عربي رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د امریکا او سعودي عربستان تر منځ ګډ نظامي تمرینونه پیل شي.

محمدخان بریال
19 زمری 1401
امریکا او سعودي نظامي تمرینونه پیلوي

دغه نظامي تمرینونه په «ینبع او خرج» ولایتونو کې پیلېږي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغو نظامي تمرینونو هدف د پوځي وړتیاوو لوړول ښودل شوي دي.
دا د سعودي او امریکا تر منځ اتم پړاو ګډ نظامي تمرینونه دي.
د یادولو وړ ده چې پنځه میاشتې وړاندې هم په «بورټ» میدان کې د امریکا او عربستان تر منځ نظامي تمرینونه ترسره شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA