ads

د امریکا د برید په غبرګون کې لاریون

د ننګرهار لسګونه ځایي اوسیدونکي او صرافان د چهارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار تلاشۍ څلور لارې کې د امریکا لخوا پر کابل د ډرون برید په غبرګون د اعتراض په ډول واټونو ته راوتلي وو او د یاد برید غندنه یې کوله.

جان اغا صالح
19 زمری 1401
د امریکا د برید په غبرګون کې لاریون

دوی وویل، د امریکا لخوا دغه برید نه یوازې د نړیوالو اصولو تر پښو لاندې کول دي، بلکې تر څنګ یې له اسلامي امارت سره د دوحې له تړون سرغړونه ده.
لاریون کوونکو وویل، امریکا د افغانستان په باب له ظالمانه پرېکړو لاس په سر شي او هر څه ژر دې، د دې هېواد کنګل شوې پيسې هم ازادې کړي.
دوه تنه لاریون وال غلام متصطفی او نصرت الله رحیمي
«د امریکا له لوري چې څه موده وړاندې په کابل کې د القاعده د شبکې پر مشر کوم ډرون برید ترسره کړی مونږ یې غندنه کوو او دا په ښکاره ډول د افغانستان پر خاوره تیری دی، له امریکا غواړو چې نورې دې دا ډول بریدونه نه کوي او دا ډول سرغړونه په خپله د دوحې تړون سرغړونه ده.»
لاریون والو وویل، چې د خپل موجوده نظام تر څنګ ولاړ دي او له امریکا يې وغوښتل، چې په راتلوونکي کې دي پر افغانستان له بریدونو او تېري ډډه وکړي.
دوی په ورته مهال په نړیواله ټولنه هم غږ وکړ، چې د هغه هېوادونو پر وړاندې دې غبرګون وښایي، چې د افغانستان پر وړاندې خنډونه جوړوي.
لاریون وال حاجي غلجی او حاجي همایون
«له امریکا غواړو چې نور دې د دا شان بریدونو مخنیوی وکړی او بې ګناه افغانان دې په یوه او بله بهانه نه وژني، له امریکا او نړیوالې ټولنې همداراز غوښتننه کوو؛ چې د افغانستان کنګل شوې پېسې دې هم ازاده کړي څو دلته شته اقتصادي بهران پای ته ورسیږي او ستونزې حل شي.»
له ننګرهار سربېره د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په افغانستان د امریکا د وروستي برید په غبرګون نن لاریونونه شوي او پراخه کچه غندل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA