نوموړي پرون په کابل کې د عاشورا ورځې د لمانځې په مراسمو کې دا څرګندونې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې بهرني هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې لټوي او هېڅ وخت د افغانستان د جوړولو نیت نه لري.
ستانکزي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې اسلامي امارت په دې لټه کې دی، څو شته ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي.
عباس ستانکزی په افغانستان د غرب د بندیزونو خبره په داسې حال کې کوي پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ یو کال په پوره کېدو دی، خو لاهم کوم هېواد د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
همدارنګه د اسلامي امارت تر راتګ وروسته امریکا د افغانستان اووه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې، چې لاهم د دې شتمنۍ برخلیک نامعلوم دی.