ads

د مخابراتي شبکو بندېدو خلک له کومو ستونزو سره مخ کړل؟

د دوشنبې ورځې د سهار له ۸ بجو د ماښام تر ۹ بجو پورې په کابل ښار کې مخابراتي شبکې پرې شوې وې چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ وو.

کامران احمدزی
18 زمری 1401
د مخابراتي شبکو بندېدو خلک له کومو ستونزو سره مخ کړل؟

د کابل ښار د لسمې حوزې اوسېدونکې سحر وايي: «مور مې په شفاخانه کې بستر وه او د مخابراتي شبکو د پرې کېدو له کبله ونه توانېدلم چې اړیکه ورسره ونیسم، زه ورته ډېره په تشویش کې وم.»
د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکې فاطمې کلید ته وویل:« زموږ یو خپلوان له بهر څخه هېواد ته را روان وو، د مخابراتي شبکو د پرې کېدو له کبله ونه وتوانېدلو چې اړیکه ورسره ونیسو، هغه اړ شو چې هوټل ته لاړ شي او د شپې ۹ بجې بیا موږ له هغه سره اړیکه ونیوله»
په ورته مهال د میوند ګل په نوم د کابل ښار یو سوداګر وايي چې د مخابراتي شبکو د قطع کېدو له کبله یې سوداګرۍ ته زیان رسېدلی دی.
«د کابل ښار په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکې تړلې وې، دا زموږ د سوداګرۍ لپاره یو نه جبرانېدونکی زیان و، ځکه زموږ ټول کاروبار په ټلیفون او انټرنیټ پورې تړلی دی.»
په همدې حال کې د ټولنیزو چارو کارپوه عبدالرحمن الهي، د مخابراتي شبکو پرې کېدل د ټکنالوژۍ په عصر کې يوه نادره پېښه ګڼي او وايي چې د دغو شبکو پرې کېدل د خلکو عادي ژوند ګډوډوي.
“په اوسني وخت کې، چې اړیکې د ټکنالوژۍ له لارې ټینګیږي او د خلکو له لومړنیو اړتیاو څخه ګڼل کیږي، په دې برخه کې هر ډول خنډ د خلکو عادي ژوند ګډوډولی شي.”
بل لورته بیا د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ویاند عبدالله الکوزی وايي، د اسلامي امارت د رهبرۍ پرېکړې او د محرم د لسمې مذهبي مراسمو د ښه امنیت په خاطر په کابل کې د دیارلس ساعتونو لپاره مخابراتي شبکې پرې شوې وې.
“یوازې په کابل کې د عاشورا د مراسمو د ښه امنیت لپاره د سهار له اتو بجو څخه د شپې تر نهو بجو پورې مخابراتي شبکې پرې شوې وې.”
د کورنیوچارو وزارت مرستیال ویاند بسم الله حبیب بیا وايي چې د مخابراتي شبکو پرې کېدل د محرم ورځې د امنیت ساتلو په برخه کې مثبت رول درلود.
“هر نظام د خپلو اتباعو د امنیت لپاره له مختلفو لارو کار اخلي، د مخابراتي خدمتونو بندول یو مثبت ګام و او مثبته پایله یې ورکړه.”
د یادونې وړ ده چې دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل و چې په کابل کې مخابراتي شبکې پرې شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA