دغه ځوانان وايي، دا یې غوره بللې چي خپل وینه د اړمنو هېوادوالو د ژوند ژغورلو لپاره ورکړي.
«موږ له خپلو هېوادوالو سره د کومک په هدف هر کال د عاشورا په ورځ د ویني بانک ته وینه ورکوو، تر څو د اړمنو خلکو اړتیا پوره او د انسانانو ژوند وژغورل شي.»
په کندهار کې یو ځوان چي وینه ورکولو ته راغلی وايي، نهه کاله مخکې دوی ته لارښوونه شوې چې وینه بېځایه تویې نه کړي، بلکې پر ځای یې دې د میرویس روغتون د وینې بانک ته ورکړي.
« تقریبا نهه کاله مخکې د مسجد فاطمه امام حضرت ایت الله حسیني امر وکړ چي نور دې ځوانان بېځایه وینه نه تویوي او هېوادوالو ته يې دې هدیه کړي.»
د امام حسین د ویني بانک مسوولین وايي چې سږکال ۲۸۸ ځونان دغه بانک ته ورغلي او خپل وینه يې د خلکو لپاره ورکړې ده.
د یاد بانک مسوول ډاکټر علي رضا حسیني وايي، ټول کال د وینې د ورکړې پروسه شروع وي، خو د عاشورا په ورځ ډېر ځوانان وینه ورکوي.
دی زیاتوي چې پرون هم ۱۴۴زره سي سۍ وینه راټوله شوې ده.
«موږ د ویني ټولو پروګرام لرو، خو د عاشورا په ورځ ډېر ځوانان راځي، نن هم ۲۸۸ ځوانانو وینه ورکړه.»
په کندهار کې هر کال د عاشورا مراسم په بي بي فاطمه مسجد جامع کې ترسره کېږي، سږ کال هم دغه مراسم د امن په فضا کې ترسره شول.