د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر د دوشنبې په ورځ په خوست کې خبریالانو ته وویل:
«خلک د نجونو له زده کړو سره نه بلکې له کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري او په دې برخه کې د افغانانو کلتور حساس دی او تاسو ته ښه معلومه ده چې اسلامي امارت هڅه کوي چې له خپلو خلکو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او دغه بهیر له خیره پيل شي.»
د یولسم ټولګي زده کوونکې شبانه بیا د نجونو پر وړاندې تړل شوي ښوونځي د دوی پر وړاندې یو لوی ظلم بولي او زیاتوي، له کله نه چې ښوونځي تړل شوي، ورسره د ډیریو نجونو هیلې او ارمانونه هم مړاوی شوي دي.
«د ښوونځيو له تړل کېدو سره زموږ هیلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې شول. په رواني ناروغیو اخته شوي یو. هره جینۍ په زړه کې ارمان او هیلې لري چې زده کړې وکړي او په راتلونکې کې یو څه ترې جوړ شي، خو بدبختانه د نجونو پر وړاندې زموږ مشران ډېره بېغوري کوي.»
د سیاسي او ټولنیزو چارو شنونکی مشعل سمسور بیا وایي، موږ له نورې اسلامي نړۍ سره په ټکر کې روان یو او دا هغه څه دي چې د حکومت او د افغانستان خلکو لپاره ښې پایلې نهشي لرلای.
«په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو سره هممهاله ډېریو خلکو د هېواد پرېښودو ته مخه کړې. دوی د خپلو اولادنو د زده کړو لپاره نورو هېوادونو ته کډوال شول. د افغانستان له لیرې پرتو سیمو ډېری خلک ددې لپاره ښار ته راغلل چې ترڅو د دوی نجونې زده کړې وکړي، فکر نه کوم چې موږ دې فرهنګي ستونزې ولرو.»
صدیقې ملکزۍ د افغانستان په یوې لرې پرتې سیمې کې تر دولسم ټولګي زدهکړې کړي. نوموړې وایي، د دوی په سیمه کې هېڅ داسې فرهنګي محدودیت نه و چې د نجونو د ښوونځیو مخنیوی دې وکړي.
«د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلک په خپله پاڅیدل چې د ښوونځيو دروازې پرانیزې، خو دوی(اسلامي امارت) یو ځل بیا پورته شول او دا ښوونځي یې وتړل، نو معلومه خبره ده چې د خلکو فرهنګي محدودیت ستونزه نهده، بلکې دوی خپله خنډ او ځنډ پهکې راولي.»
د یادولو وړ ده چې له تېر کال راهیسې چې اسلامي امارت په افغانستان واکمن شوی، له شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
د نوي تعلیمي کال د پیل پرمهال هیله کېده چې ټول ښوونځي به پرانستل شوي، خو ناببره معارف وزارت خپله پرېکړه بدله کړه.