ads

په کابل کې یو تن له انسان تښتونکو ژغورل شوی

په کابل کې پولیسو د یو لړ کشفي عملیاتو په پایله کې یو موټر خرڅوونکی د انسان تښتونکو له منګلو ژغورلی دی.

کامران احمدزی
17 زمری 1401
په کابل کې یو تن له انسان تښتونکو ژغورل شوی

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد کس په پغمان ولسوالۍ کې تښتول شوی و چې تر پلټنو وروسته د انسان تښتونکو له منګلو وژغورل شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په همدې تړاو یې د انسان تښتونکو یوه درې نفره ډله هم نیولې ده.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د زابل ولایت ځايي چارواکو هم په د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د انسان تښتونکو له منګلو د یوې نجلۍ د خلاصېدو خبر ورکړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA