د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لړ کې به هغه سوالګر چې کسب یې زده وي، په اړونده برخه کې به ورته د کار زمینه برابره شي.
همدارنګه واقعي سوالګرو ته به د معاش او د دوی ماشومانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي.
دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې تر دې وړاندې هم د رییس الوزرا د لومړي معاونیت له لوري یو شمېر ادارو ته دنده سپارل شوې وه، څو په کابل کې سوالګر راټول او دغه راز د فقر د زیاتوالي مخه ونیسي.