له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي الکبیر ویلي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي، څو د دښمنانو د شومو اهدافو مخنیوی وکړي.
نوموړي په تېرو څو ورځو کې پر ملکي وګړو د شویو بریدونو په تړاو خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې دغه ډول پېښې به د افغانانو ترمنځ د نفاق لامل نه شي.
هغه زیاته کړې ملي یووالی او د ثبات تامین د اسلامي امارت له اساسي اهدافو څخه دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې امنیتي بنسټونو ویلي چې دوی به د محرم د ورځې په مناسبت بشپړ امنیتي تدابیر ونیسي.