د کورنیو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې د محرم د لسمې ورځې د امنیت په هدف لا جدي او کوټلي ګامونه پورته کړي.
ددغه وزارت چارواکي له ولسي خلکو هم غواړي چې د امنیت ټینګولو لهپاره ورسره مله پاتې شي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسمالله حبیب په دې تړاو کلید ته وویل:
«موږ د محرم ورځې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي. تاسې ګورئ چې همدا شېبه موږ د کابل ښار په ځای، ځای کې د امنیت ټینګولو لپاره چیک پاینټونه اچولي. د امنیت ټینګولو لپاره لا هڅې روانې دي، خو له خلکو هم غواړو چې موږ سره همکاري وکړي.»
د کورنیو چارو وزارت دغه راز وایي، امنیتي اندېښنو ته په پام سره به سږ کال په دغه هېواد کې د مُحرم د لسمې مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې دننه وشي او پر واټونو به په دې تړاو د خلکو د راټولېدو مخه ونیول شي.
د دغه وزارت ویاند مرستیال بسمالله حبیب کلید ته وویل، د جوماتونو او تکیهخانو امنیت په ښه توګه ټینګېدای شي.
«موږ د کابل په ټول ښار کې امنیتي تدابیر نیولي او ګڼ امنیتي ځواکونه مو په دندو ګمارلي، خو که اړتیا شوه، ښایي دغه شمېر لا زیات کړو. موږ اهل تشیع هېوادوالو ته ویلي چې تاسو به خپل مراسم تر خپلو امام بارګاهو پورې محدودوئ.»
د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شینواری بیا د کورنیو چارو وزارت لخوا د کابل ښار د امنیت په هدف تازه پورته شوي ګامونه کافي نه بولي او وايي، اړتیا شته چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته شي.
«دوی باید یوه اوونۍ وړاندې امنیتي تدابیر نیولي وای. د کابل ښار امنیت ټینګول داسې اسانه چاره نهده. دغه چیک پاینټونه هم کافي نه دي دا باید زیات او مسلکي شي.»
که څه هم د کابل امنیه قومندانۍ په پرونۍ چاودنه کې د دوو ملکي وګړو وژل کېدل او د ۲۲نورو ټپي کېدل منلي، رویټرز خبري اژانس د کابل په پل سوخته سیمه کې د شنبې ورځې چاودنې د قربانیانو شمېر اته او د ټپیانو ۲۲ یاد کړی دی.
د شنبې ورځې په پای کې د امنیه قوماندانۍ په وینا، دې چاودنې د دوو کسانو ژوند واخیست او ۲۲ تنه نور یې ټپیان کړل.
تر دې چاودنې یوه ورځ مخکې د کابل د سرکاریز په سیمه کې په چاودنه کې اته تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.
ټاکل شوې ده، چې دا مراسم د دوشنبې په ورځ ترسره شي.