ads

د ۱۹کلنو فوټبال لوبډلې تاجکستان ته ماتې ومنله

د افغانستان د ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه د مرکزي اسیا د ۱۹ کلنو سیالیو په چوکاټ کې خپله دویمه لوبه تاجکستان ته وبایلله.

محمدخان بریال
16 زمری 1401
د ۱۹کلنو فوټبال لوبډلې تاجکستان ته ماتې ومنله

د بدني روزنې له عمومي ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاده لوبه د تاجکستان په پایتخت دوشنبې ښار کې پیل شوه، چې د ۱/۴ ګولونو په مقابل کې د تاجکستان په ګټه پای ته ورسېده.
تر دې وړاندې بیا د افغانستان فوټبال ۱۹ کلنې لوبډلې قرغزستان ته هم لوبه بایللې وه.
د یادولو وړ ده چې د همدې سیالیو پر دوام به افغان لوبډله له ایران او ازبکستان سره هم لوبې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA