کندهار ۱۷ ولسوالۍ لري چې خلک يې ښار ته د تګ راتګ پر مهال د سړکونو له خرابوالي څخه شکایتونه کوي.
هغوی له حکومت د ټولو لارو جوړېدو غوښتنه کوي، تر څو پر دغو لارو تګ راتګ اسانه شي.
«سړکونه مو خراب دي، دولت باید دغه سړکونه جوړ کړي، ځکه موږ ډېره اړتیا ورته لرو او ناروغان به مو هم پر وخت تر روغتون رسېږي.»
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت هم وايي، د کندهار د ولسوالیو د خرابو لارو رغول يې په پلان کې دي.
د یاد وزارت ویاند مولوي عبدالحمید مصباح وايي، د اوس لپاره تر ټولو مخکې د کندهار کابل د لويي لارې رغولو چارې پیل شوې دي.
هغه وايي، د دې لارې تر جوړېدو وروسته به لومړیتوب د کندهار د ولسوالیو د لارو ته ورکوي.
«موږ په پلان کې لرو چې د کابل ـ کندهار د لارې تر جوړېدو وروسته د کندهار پر ویجاړو لارو کارو پیل کړو او روغې یې کړو.»
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بیا رغونې کارونه پیل شوي، چې پر مهال یې د لویو لارو د تخریب شوو پلونو، لارو بیا رغوونه او نورې رغنیزې چارې پکې شاملې دي.