ads

زابل لاهم د سیلابونه ویر اخیستی

زابل لاهم د سیلابونه ویر اخیستی

عبدالقیوم عاجز
14 زمری 1401
زابل لاهم د سیلابونه ویر اخیستی

((نوم یې نایبالله وو، عمر يې لس کلن وو، کله چې دی کور ته راتلی د شېلې کندې اوبو اخستی او ځان سره یې وړی، څه وخت وروسته مو د هغه جسد پیدا کړ او خاورو ته مو وسپاری.))

دا د سمسور احمد خبرې دي چې په سیلاب کې د خپل کوچني ورور د ډوبېدلو کیسه کوي. نوموړی د زابل سیوري ولسوالۍ د پټو خیلو کلي اوسېدونکی دی. له نوموړي سره مو په هغه سرای کې وکتل چې لوړ دیوالونه یې د باران اوبو نړولي دي او د سرای منځ کې اوس هم ځای ځای اوبه ډنډ ولاړې دي.

 د دې سرای لویدیځ لور ته درې خونې تر سترګو کېږي چې د اشادارو(کړکیو) او دروازو مخ ته يې په خټو لړلي لوښي او فرشونه هم پراته دي، موږ خونو ته سر ورښکاره کړه، هلته یوازې سیلابي اوبه خټې ښکارېدې.

سمسوراحمد وايي چې سیلابونو هم ورور ځنې واخست او هم یې د کور لوښي ترې ولوټل.

«کورته هم اوبه راغلي، تاسې وینئ هېڅ شي په کور کې نه دي پاتې، د خوراک د څښاک او ان جامې او ټول کالي اوبو له ځان سره وړي دي، په کلي کې يې هم زیانونه اړولي دي.»

په همدې کلي کې چې وروستیو سیلابونو تالا کړی دی، تم کیږو. د پټوخیلو کلي بل اوسېدونکي عبیدالله کور د یوې شېلې پرغاړه دی او په ډېره اسانۍ یې د سیلاب اوبه کور ته ورختلي دي، خو په بختور په دې دی چې یوازې یې مالي زیان لیدل او د کورنۍ غړي یې خوندي دي.

نوموړی وايي:

« دلته دې خونې ته چې راغلم اوبو پر دې ځای ولاړې وې، یوازې مې ښځې او ماشومان بچ کړل اوهغوی مې زموږ بل کور ته یووړل، د کور ټول لوښي او جامې اوبو پر سر اخیستې ول او د بچ کولو امکان يې نه وو، د لته هیڅ پاتې نهدي

شواهد ښيي چې سیلابونو د ځاني زیانونو په پرتله مالي زیانونه زیات رامنځ کړي او ان د خلکو په جریبونو جریبونو ځمکې یې زیانمنې کړې او له فصلونو ایستې دي.

 اوس موږ د کلات ښار لب دریا کلي ته راغلي یو، چېرته په یوه سیلاب‌ځپلې کرونده کې بزګر محمد عالم بیل په لاس کار کوي.

« د ټور کال حاصلات مې همداسې ولاړی، شاوخوا یو لک افغانۍ تاوان راته رسېدلی، ناخبره سیلاب راغی، دولت باید موږ ته  داسی یو شی راکړي چې دا ځمکه پرې سمه کړو او باید زموږ سره مرسته وکړي.»

د لب دریا کلي بل کروندګر نصیب الله هم له دولت د مرستې غوښتنه لري.

«غوښتنه مو دا ده چې مرستې راسره وشي او زموږ څخه د سیلاب اوبو مخه ونیول شي او که چېرې داسې ونیسي ټول کښتونه مو خرابیږي، موږ یو کال دوه کاله په دې اخته وو، خو سیلاب راغلی او هرڅه يې  لاندې کړل

 د ترنک سیند پرغاړه پروت کلی ځوځګری هم سیلابونو ځپلی دی. حاجي محمد نادر په همدې کلي کې اوسېږي. په ږیره کې يې پر تورو ویښتانو سپینو غلبه کړې. نوموړي کلید راډیو ته وویل:

« زما به ۵۰ یا۵۳ کاله عمر وي، په خپل عمر کې مې داسې اوبه نه دي په یاد چې راغلي وي. نه مې شي په یاد چې دومره زیاتې او یا دې هم دومره تاوانونه رسولي وي.»

په زابل کې د کرنې ریاست معلومات ښيي چې دغلته وروستیو سیلابونو تر دوه جریبه زیاته کرنیزه ځمکه ویجاړه او حاصلات یې له منځه وړې دي.

د زابل کرنې رییس مولوي عطاالله راشد کلید ته وویل:

« سیلابونو تر دوه نیم زره جریبه ځمکه تخریب کړې. د دې ترڅنګ چې کرنیزه ځمکه يې له منځه وړې. لمریزې هندارې يې هم ماتې کړې، د شکن پارې او انګورو حاصلات یې له منځه وړي دي

د زابل طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست هم مني چې د زابل مرکز او ولسوالۍ سختو سیلابونو ځپلې دي. په زابل کې د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې امر محمد عثمان غني وویل چې زابل کې درې ځله سیلابونه جاري شوي او دوی تر خپله وسه د خلکو مرستې ته لاس ور اوږد کړی دی.

غني زیاتوي چې په لومړي ځل له ۴۵۰۰ کورنیو سره، په دویم ځل له ۵۰۰کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې او دا ځل له خلکو سره د مرستې په پار چمتووالی روان دی.

«د حوادثو ریاست لومړی له څلورنیم زره کورنیو سره مرسته وکړه، په دویم ځل یې له پنځه سوه کورنیو سره مرسته وکړه، او دریم ځل بیا په خاک افغان، سیورۍ، شاجوی او دای چوپان ولسوالۍ کې سخت سیلابونه راغلل چې ټول ټال يې شل کسه شهیدان کړي دي.»

یادولو وړ ده چې د زابل پر اسمان لاهم د وریځو ګرد پاتې دی او د هوا اټکل له مخې څو ورځې نور به هم په دې ولایت کې اورښتونه کیږي چې د سیلاب راوتلو چانس زیات دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA