ads

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه سپین غر وګټله

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ چې دوې اونۍ وړاندې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې، نن یې پایلوبه د سپین غر پړانګانو او بوست ساتونکو لوبډلو تر منځ وشوه.

محمدخان بریال
13 زمری 1401
د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه سپین غر وګټله

په پایلوبه کې سپین غر لوبډلې د بوست ساتونکو ته د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ چې بوست لوبډلې پوره نشوه کړای.
که څه هم د بوست لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي په پایلوبې کې تر ۵۰ډېرې منډې وکړې.
د اتصالات شپږیزه لیګ سیالۍ د جولاۍ پر ۱۸مه د کابل د کرکټ په «نړیوال لوبغالي» پیل شوې او ټولټال ۱۹ ورځې روانې وې.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د دغه لیګ ستر هدف د کرکټ پرمختګ و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA