ads

پر ایمن الظواهري برید د چا په مرسته شوی؟

د امریکا جمهور رییس جو بایډن د یوې خبري غونډې پر مهال په کابل کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل تایید کړل.

تاج ولي غورځنګ
11 زمری 1401
پر ایمن الظواهري برید د چا په مرسته شوی؟

دا برید د کابل پر وخت د یکشنبې په سهار ترسره شو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې برید تایید کړی، خو په‌دې پېښه کې یې د مرګ ژوبلې او د چا د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
مجاهد دا برید غندلی او د دوحې د تړون او نړیوالو اصولو خلاف عمل یې بللی دی.
د کابل برید ته په غبرګون کې د دوحې دفتر غړی ډاکتر محمد نعیم بیا وایي، هر هېواد چې له افغانستان څخه ګواښ احساسوي، باید اسلامي امارت په جریان کې وي او ستونزه به حل کړي.
د نوموړي له خبرو ښکاري چې په کابل کې د شوي برید په اړه امریکایي لوري له اسلامي امارت سره همغږي نه ده کړې.
د امریکا جمهور رییس دا هم ویلي چې امریکا څو میاشتې مخکې خبره وه چې د القاعده ډلې مشر کابل ته راغلی او هلته له خپلې مېرمنې، لور او لمسیانو سره په یوه کور کې ژوند کوي.
پوښتنه دا ده چې امریکا د ایمن الظواهري ځای څنګه معلوم کړ او دې په برخه کې چا ورسره استخباراتي‌ مرسته کړې وه.
د چارو شنونکي وایي، ښایي له امریکایي لوري سره په دې برخه کې د پاکستان حکومت یا استخباراتو مرسته کړې وي او پاکستان هڅه کوي چې له امریکایي لوري سره په همدې پلمه د نویو اړیکو فصل پرانیزي.
د پوځي او سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځي په کابل کې د امریکايي ډرون برید تر شا د پاکستان حکومت یا استخباراتو لاس بولي او زیاتوي، د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې هڅه کوي له امریکایي لوري سره نوې لوبې مخته یوسي.
«په کابل کې د القاعدې مشر وژل کېدل څه عادي خبره نه‌ده، د دې تر شا بیا هم د پاکستان حکومت او استخباراتو پلانونه او غوښتنې دي. پاکستان غواړي چې له امریکا سره خپلې اړیکې بیا جوړې کړي. همدا اوس هم په پاکستان کې امریکا شته او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبراغا وایي، اسلامي امارت او امریکایي لوری باید د دوحې هوکړې په اړه له سره بحثونه او غور وکړي.
د نوموړي په خبره، د دوحې هوکړه لا هم ځینې نیمګړتیاوي لري چې باید پوره شي.
«امریکا اوس هم په افغانستان کې له ګاونډیو هېوادونو ډېره فعاله ده، خو دومره ویلای شم چې د دوحې هوکړې په اړه باید له سره کتنه وشي.»
د یادولو ده چې امریکا د تېر کال له اګېست میاشتې راهیسې په افغانستان کې هېڅ ډول پوځي حضور نه لري او له کابله یې خپل سفارت هم دوحې ته لېږدولی دی.
نو په دې اړه اټکل ګران دی چې له امریکا سره به د دغه برید په پلانولو او عملي کولو کې چا مرسته کړې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA