ads

د تاشکند په غونډه کې څه پرېکړه وشوه؟

که څه هم ازبکستان د تاشکند د ناستې هدف په افغانستان کې بشري وضعیت ته رسېدنه او په امنیتي اندېښنو بحث ښودلی و؛ خو یو شمېر افغان کارپوهان وایي چې په دغه کنفرانس کې د هېڅ هېواد او سازمان له خوا کومه بشري مرسته اعلان نه شوه او نه هم د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره کوم مېکانېزم رامنځته شو.

فضل هادي حمیدي
5 زمری 1401
د تاشکند په غونډه کې څه پرېکړه وشوه؟

د سیاسي چارو شنونکي عبدالقهار سروري کلید ته وویل، که څه هم د تاشکند ناسته د افغانستان په اړه د ګاونډیانو فعالېدل په ډاګه کوي، خو د هغه په خبره، دا هڅې باید وکولای شي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ښه کړي:
«ترڅو چې په کور د ننه د اسلامي امارت تګلارې او پالیسۍ بدلې نه شي، په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو، په نظام کې د ټولو قومونو د ګډون او په سوله‌ییز چاپېریال کې د ټولو افغانانو د آرام ژوند کولو په اړه، بهرنۍ هڅې په یوازې توګه نه شي کولای چې د افغانستان ستونزې حل کړي.»
که څه هم د دغې ناستې په اعلامیه کې چې د غونډې په پای کې د کوربه هېواد له خوا خپره شوه، د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو، د ښځو د حقونو په خوندیتوب او د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د محدویتونو په لرې کولو ټینګار شوی و، خو یو شمېر افغان کارپوهان وایي، په دغه کنفرانس کې له اسلامي امارت سره د نړۍوالو د تعامل او د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه هېڅ پرمختګ ونه شو.
د سیاسي چارو شنونکي اسحاق وکیلي کلید ته وویل:
«د تاشکند ناسته به د خلکو له تمې سره سمې پایلې ونه لري، د دغې ناستې یوه پایله به هم دا وي چې احتمالا اسلامي امارت او امریکا به د افغانستان د اووه میلیارده ډالرو کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو پر سر هوکړې ته ورسیږي.»
په ورته وخت کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي دغه کنفرانس د افغانستان لپاره یو ښه فرصت وباله او وایي چې اسلامي امارت له دغې ناستې په ښه توګه ګټه پورته کړه:
«د تاشکند کنفرانس یو ډېر مهم کنفرانس و، اسلامي امارت د دغې ناستې له لارې هغه څه یې چې غوښتل، په ډېره روښانه او کامله توګه یې نړۍ ته ورسول.»
د یادولو وړ ده چې د تاشکند د نړیوال کنفرانس په اعلامیه کې تلپاتې سوله ته د رسېدو لپاره د یوه مهم عامل په توګه د افغانستان د اقتصاد پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
په دغه اعلامیه کې د سیمې په اقتصاد کې د افغانستان رول، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي پروژو لکه د ترمذـ مرازشریف ـ کابل او پېښور ترمنځ د اوسپنې پټلۍ، د پلخمري او سرخان د برېښنا مزي، د (ترمذ کارګو) په نامه د لېږد رالېږد بندر او په ترمذ کې د افغانستان لپاره د یوه ښوونیز مرکز جوړېدو ارزښت ته اشاره شوې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA