ads

د ښوونځي او مدرسې د واټن په له منځه وړلو ټینګار

د کورنیو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې خلک وهڅول چې پر خپلو اولادونو ديني او عصري زده کړې وکړي، ځکه د هغه په وينا وطن تر هر څه تعليم يافته او باسواده کسانو ته ډېره اړتيا لري.

کلید
2 زمری 1401
د ښوونځي او مدرسې د واټن په له منځه وړلو ټینګار

نوموړي همدا راز په خپلو خبرو کې وويل، کوم واټن چې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ شته، دا بايد له منځه لاړه شي، چې پخپلو کې مينې او محبت ته لار هواره شي:
«که عصري تعليم دی، که ديني تعليم دواړو ته اړتیا لرو. که موږ خپل ډاکټر، خپل انجينر او پوهاند ولرو، موږ به پر ځای بسیا وو، بهر ته نه اړ کېږو. کومه منطقه کې چې ديني علم وي، عصري علم وي، هغه خلک لانجې نه کوي. هغه ژوند غواړي، اخرت جوړول غواړي او دنيا جوړول غواړي.»
سرپرست وزير سراج الدين حقاني داسې مهال پر دیني او عصري زده کړو ټینګار کوي، چې په هېواد کې لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستل شوي.
د خوست یو تن اوسېدونکی نقیب الله ځلاند وايي، شاوخوا ۳۰۰ ورځې تېرې شوې، چې د نجونو ښونځي تړل شوي؛ دی غواړي چې ښوونځي دې پرانیستل شي او ځوان نسل دې له تیارو وژغورل شي:
«که غواړي، چې هېواد کې یو لوی بدلون رامنځه ته شي، هېواد مو له نړۍ سره سیال شي او هېواد مو پرمختګ وکړي نو په کار ده چې د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې هم ترسره شي، ښوونځي ډېر ژر پرانیزي او خپلې خویندې مو ښوونځیو ته ولاړې شي.»
په ورته وخت کې د خوست یو بل اوسېدونکی حبیب الله هم وايي، د دیني زده کړو ترڅنګ دې عصري زده کړو ته هم اجازه ورکړله شي او هغه نجونې چې له شپږم ټولګي پورته یې ښوونځي تړل شوي، بېرته دې پرانیستل شي:
«د نجونو د زده کړو بهیر چې له شپږم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې تر امر ثاني پورې ځنډول شوي، د اسلامي امارت له چارواکو څخه مو هیله ده، چې د دیني علومو ترڅنګ عصري زده کړو ته هم ځانګړې توجه وکړي او ښوونځي پرانیزي.»
ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم پر اسلامي امارت څو ځلې غږ کړی، چې د نجونو ښوونځیو ته دې اجازه ورکړي، خو تراوسه پورې په دې برخه کوم خاص پرمختګ نه لیدل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA