ads

د ترهګرۍ په ملاتړ د هندوستان تورنېدل څه معنا لري؟

که څه هم له ترهګرو ډلو څخه د هندوستان ملاتړ په رابطه د پاکستان سفیر منصوراحمدخان له څرګندونو کابو څلور ورځې تېرېږي، خو دا مسئله په ټولنیزو رسنیو او د خلکو په اذهانو کې ژوندۍ ده.

فضل هادي حمیدي
30 چنګاښ 1401
د ترهګرۍ په ملاتړ د هندوستان تورنېدل څه معنا لري؟

د پاکستان سفیر منصور احمد خان له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې هندوستان تورن کړی و چې په تېرو شلو کلونو کې یې د پاکستان پرضد ترهګرې ډلې روزلې او د پاکستان په قبایلي سیمو او بلوچستان کې یې ناامني جوړه کړې ده.
نوموړي ویلي: «هند په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو تمویل او روزنه کوله، دغو ترهګرو کرښې ته څېرمه سیمو کې خوندي پټنځایونه موندلي او د افغانستان له خاورې یې د پاکستان قبایلي سیمو او د بلوچستان ایالت د بې ثباته کولو لپاره یې ترهګریز فعالیتونه کول.»
افغان حکومت په دې رابطه لا تر اوسه کوم څرګند غبرګون نه‌دی ښودلی.
خو د سیاسي او نړیوالو چاروپوهان دغسې اظهارات د افغانستان په زیان او د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف بولي.
پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وایي چې د یوه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه او یا داسې څرګندونې چې حساسیتونه پاروونکې وي، د ټولو ډېپلوماټیکو او نړیوالو اصولو خلاف چلند دی:
«د یوه هېواد سفیر حق نه‌لري چې په کوربه هېواد کې له خپل موقف څخه په استفادې داسې یوه تخریشي او حساسیت پاروونکې مسئله د بل هېواد په اړه مطرح کړي، په افغانستان کې د پاکستان د سفیر دغه کار د غندلو وړ ده، امارت باید د ډیپلوماټیکو اصولو پربنسټ دغه سفیر احضار کړي او یا لږ تر لږه د ګواښ په توګه یو یادداشت ورکړي چې نور د داسې کړنو حق نه لرئ.»
د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ بیا وایي چې دغسې څرګندونې په ټوله کې د افغانستان په تاوان دي.
اندړ زیاتوي، که چېرې په افغانستان کې د ننه د بهرنیو سفیرانو د ورته کړنو مخنیوی ونه‌شي، له ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره به د افغانستان اړیکې خرابې شي:
«پاکستان دې له خپلو حریفانو سره زموږ په هېواد کې زورآزمایي نه کوي، دوی دې هڅه وکړي چې د خپل بهرنیو چارو وزارت له خوا له هند سره خبرې وکړي، هیله لرو چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړي او دوی ته خبرداری ورکړي چې داسې کړنې نورې بس کړي، څو زموږ ملي حاکمیت او بهرنی سیاست ترپوښتنې لاندې رانه ولي.»
د نړیوالو چارو شنونکی نصرت الله حقپال بیا وایي، د اوس لپاره اسلامي امارت له بهرنیو هېوادونو سره ځکه جدي چلند نه شي کولای چې اسلامي امارت اوسمهال هم په کور د ننه او هم له نړیوالو هېوادونو سره د سیاسي اړیکو په برخه کې د پام وړ مصروفیتونه او ستونزې لري:
«د هند او پاکستان ترمنځ رقابت او تربګنۍ له پخوا وو، اوس هم شته او له هر فرصت څخه به ګټه اخلي، څو یو پر بل تورونه ولګوي او یو د بل پرضد تبلیغات وکړي، خو اسلامي امارت لاهم خپل مجبوریتونه لري او دوی نه شي کولای چې د هغو بهرنیو هېوادونو چې په افغانستان کې مداخله کوي، لکه څرنګه چې لازمه ده، هغسې یې مخه ونیسي.»
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د اسلامي امارت غبرګون هم ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان سفیر له دې وړاندې له یو شمېر سیاسیونو، کابینې له غړو او ځینو قومي مخورو سره خپلسرې لیدنې کتنې هم درلودې او ښایي له همدې کبله به وه چې رییس الوزرا حکم وکړ، هېڅ دولتي چارواکی حق نه‌لري چې له کوم بهرني ډېپلوماټ سره خپلسرې لیدنې وکړي.
بل لور ته د هند په ادرس د پاکستان د سفیر څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې چې اسلامي امارت له هند سره د اړیکو ښه کولو په لټه کې دی او هند هم لېواله دی چې خپلې ډېپلوماټیکې څانګې په افغانستان کې پرانیزي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA