ads

بوست لوبډلې پامیر ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۲ اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو کې پرون ماسپښین د بست ساتوونکو او پامیر زلمیو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې بست لوبډلې په کې پامیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

کامران احمدزی
29 چنګاښ 1401
بوست لوبډلې پامیر ته ماتې ورکړه

په دغې لوبې کې لومړۍ توپوهنه د پامیر لوبډلې وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۷ منډې جوړې کړې.
د پامیر لوبډلې لپاره غمي ځدران تر نورو زیاتې ۳۴ منډې وکړې.
په ځوابیه توپوهنه کې بست لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۹ اور کې پوره کړ.
د یادې لوبډلې لپاره حشمت شاهدي په ۵۰ توپونو ۵۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د بند امیر او میس عینک ترمنځ لوبه روانه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA