ads

هغه ښځه نیول شوې چې خپل خاوند یې وژلی و

د ننګرهار امنیتي چاراکي وایي، په جلال اباد ښار کې يوې مېرمنې د خپل لېور په همکارۍ خپل خاوند وژلی، خو امنيتي ځواکونو په قتل کې ښکېل دواړه کسان نيولي دي.

کلید
28 چنګاښ 1401
هغه ښځه نیول شوې چې خپل خاوند یې وژلی و

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالصبور زابلي کلید ته وویل، د جلال اباد ښار د اتمې حوزې اړوند په «دامان» سيمه کې یوې مېرمنې د خپل کشري لېوره په همکارۍ لومړی خاوند نشه کړی او وروسته یې وژلی دی.
نوموړی وایي، امنیتي ځواکونو دواړه قاتلين نیولي او په لومړنيو پلټنو کې يې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
له امنیه قومندانۍ څخه رسنیو ته په استول شوې ویډیو کې د خپل خاوند په قتل تورنې مېرمن اعتراف کړی، چې د کورني تاوتريخوالي له کبله د خپل خاوند وژل کېدو ته اړه شوه.
په دې وروستیو کې د هېواد پر نورو ولایتونو سربېره، په ننګرهار کې هم د مېرمنو له لوري د خپلو خاوندانو د وژلو پېښې زیاتې شوي چې لامل یې کورنی تاوتریخولی ښودل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2022

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA