ads

د اړیکو کمېسیون په هڅو تر ۲۰۰ډېر کسان راستانه شوي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون نوي معلومات ښيي چې د دغه کمسیون له پیل راهیسې د پخواني حکومت له ۲۰۰تنو څخه ډېر غړي هېواد ته راغلي دي چې شاوخوا ۳۰ تنه یې په وروستیو پنځو ورځو کې راګرځېدلي.

اسلام الدین احمدي
27 چنګاښ 1401
د اړیکو کمېسیون په هڅو تر ۲۰۰ډېر کسان راستانه شوي

د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق کلید ته وویل چې د پخواني حکومت د کارکوونکو د بېرته راګرځولو بهیر په چټکۍ سره دوام لري.
د نوموړي په خبره په راستنو شویو کسانو کې وزیران، معینان، والیان، امنیه قومندانان، پوځي جنرالان او نور ملکي وګړي شامل دي.
«موږ تمه لرو چې په لنډ وخت کې به ډېری هېوادوال بېرته هېواد ته راستانه شي، ځکه چې په دې اړه منفي تبلیغات غلط ثابت شوي او کوم کسان چې بېرته راستانه شوي، پرته له کومې وېرې په خپل هېواد کې ژوند کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي، دغه کسان چې د یاد کمېسیون په هڅو هېواد ته راستانه شوي، اسلامي امارت به له دوی څخه د حکومتولۍ په چارو کې کار واخلي او تر څنګ به یې په سیاسي برخه کې هم امتیازات لاس ته راوړي، څو نړیوالو ته وښايي چې حکومت یې پراخ بنسټه دی.
«حکومت باید تر ډېره په ملي ارزښتنونو کار وکړي، څو ولسونه په ډاډه زړه له کمېسیون پرته خپل هېواد ته راوګرځي او ځانونه امن احساس کړي.»
بل خوا هېوادوال هم هیله‌من دي چې که اسلامي امارت د تېر حکومت نظامي او مسلکي کسانو ته خپلې دندې وروسپاري، نظامي ادارې به یې ډېرې پیاوړې شي.
د ننګرهار اوسېدونکي رییس خان او نصرت الله هم د یاد کمېسیون پر دغه کار خوښ دي او وايي:
«دغه مسلکي کسان چې تازه هېواد ته راګرځېدلي، اسلامي امارت باید له دوی څخه په نظامي او نورو برخو کې کار واخلي او په دندو یې وګماري.»
«دا یو ښه اقدام دی، له دغو مسلکي کسانو څخه باید په نظامي چارو کې کار واخیستل شي.»
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون رییس شهاب الدين دلاور هم د یکشنبې په ورځ د پخواني حکومت د ولسي جرګې له وکیل کمال ناصر اصولي سره په لیدنه کې پر نورو افغانانو هم غږ کړی چې بیرته هېواد ته راستانه شي او له دغه فرصته ګټه واخلي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته د ملکي او نظامي اشخاصو په شمول زرګونه افغانان له هېواد څخه ووتل.
خو له کله چې د افغان شخصیتونو د بیرته راګرځېدو کمېسیون جوړ شوی، بهر ته تللي ډېری هېوادوال بیرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA