که څه هم امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې نوموړی د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
مولوي ثاقب د نبوي سیرت د بیانولو له کبله خورا مشهور و او په ننګرهار کې یې یوه لویه دیني مدرسه هم درلوده.
د نوموړي د وژل کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې تېره اوونۍ په کابل کې د ډاکټر انورالحق جبارخېل په نوم یو کس هم د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی وو.