د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي چې د لومړنیو مالوماتو له مخې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۳ تنه وژلي او ۱۱ نور یې ژوبل کړي دي.
دغه وزارت وايي چې سېلابونو تر ډېره، وردګ، غزني، زابل، لوګر، پکتیکا، پکتیا، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونه ځپلي او په ګڼو سیمو کې یې کورونه ویجاړ کړي او کرنیزې ځمکې او فصلونه یې له منځه وړي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني کلید ته وویل چې یادو سیلابونو په پراخه کچه مالي او ځاني زیانونه اړولي.
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، د کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزنى او زابل په ګډون د افغانستان په ځينو نورو ولایتونو کې د لا ډېرو ورښتونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی دی.
بلخوا بیا دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په هېواد کې د وروستيو سېلابونو د قربانيانو او ټپيانو له کورنيو سره د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې ترڅنګ اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې له زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ