د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ تایید کړه چې د افغانستان له خاورې د هغه هېواد په ترمذ ښار باندې پنځه توغندي توغول شوي دي.
د خبرپاڼې پربنسټ، راکټونه د مازدیګر په څه باندې څلورو بجو توغول شوي، خو هلته د لګېدو پرمهال چاودلي نه دي او مرګ ژوبله هم نه لري، خو دا چې د استوګنې پر کورونو لګېدلي څلورو کورونو ته یې لږ زیان اړولی دی.
د ترمذ ښار د ازبکستان یو سوداګریز ښار دی چې له دغه ښاره د جنوبي آسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان سره سوداګري کیږي.
د پوځي او سیاسي چارو شنونکي دا کار د هغو کړیو کار بولي چې غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې خرابې کړي
د پوځي چارو شنونکي محمد یوسف امین ځاځي کلید ته وویل: «دا د هغو کسانو او کړیو کار دی چې غواړي د اسلامي امارت لپاره ستونزې رامنځ ته کړي او دا وښيي چې اسلامي امارت په ټول هېواد باندې واک نه لري.»
د سیاسي چارو شنونکی اسحق وکیلي بیا دا پېښه د اسلامي امارت د مخالفینو له خوا د ازبکستان د ناستې د ګډوډولو یوه هڅه بولي، هغه ناسته چې ټاکل شوې په روانه میلادي میاشت کې په هغه هېواد کې جوړه شي.
هغه وایي: «فکر کوم د سیمې او حتی د نړۍ مختلفو ډلو په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې ځان پټ کړی او هڅې کوي چې د ګډوډۍ او وېرې په خپرولو سره د افغانستان په اړه نړیوالې ناستې او هڅې ټکنۍ کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه ورځ وړاندې د افغانستان او ازبکستان پوځي چارواکو د امنیتي مسایلو پرسر په حیرتانو کې خبرې کړې وې.
په دې اړه د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په حیرتانو کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو او د ازبکستان د سرحدي چارواکو ترمنځ ناسته وشوه او د سرحدونو د امنیت ټینګښت، د نشته یي توکو قاچاق د مخنیوي، همغږۍ او له سخت دریځۍ سره د مبارزې په اړه په کې بحث وشو.
د یادولو وړ ده چې د روان کال په اپرېل میاشت کې هم داعش ډلې ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې یې پر ازبکستان څو توغندي توغولي خو هغه وخت ازبکستان دغه ادعا رد کړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ