د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د کلید ګروپ په ګډون د لسو بنسټونو او شرکتونو له خوا نن د جهار شنبې په ورځ د اختر بازار په نوم نندارتون پرانیستل شو چې د مسولینو په وینا یاد نندارتون به د درې ورځو لپاره د خلکو پرمخ پرانیستی وي.
په دغه نندارتون کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په شمول د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، ښاریانو او سوداګرو ګډون کړی و.
عباس ستانکزي د دغه نندارتون پرانېستل کېدل د کورنیو تولیداتو د ودې او بازار موندنې لپاره یو مهم ګام وباله.
هغه زیاته کړه چې اوس مهال په هېواد کې سراسري امنیت راغلی او اړتیا ده چې ټول افغانان په ګډه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره یو موټی شي.
« د افغانستان میوې هیچرته نه پیدا کېږي، موږ کوشش چې د افغانستان تازه میوې او ترکاري په څو ورځو کې اروپا او منځني ختیځ بازارونو ته ورسوو.»
په ورته مهال نوموړي په هېواد کې د میرمنو په کار ټینګار وکړ او د اقتصاد په شمول یې په بېلابېلو برخو کې د دوی ونډه ضروري وبلله.
«ښځو ته د وطن په ټولو برخو کې ضرورت دی، دوی د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، نو په همدې خاطر اوسنی نظام د دوی ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی.»
د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبدالطیف نظري په دې غونډه کې وویل چې اقتصاد وزارت د خصوصي سکتور ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د نړۍ هېوادونه اوس مهال په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کوي.
« نن ورځ چې کومې ادارې په اقتصاد او تجارت برخه کې کار کوي، په مسلکي او منظم شکل خپل پلانونه عملي کوي.»
د یادونې وړ ده چې تازه د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي، هېواد زموږ د ټولو ګډ کور دی او د بیا رغونې لپاره یې باید په ګډه کار وکړو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ