ads

د کورونا له کبله مړینه ۶۰فیصده کمه شوې

شواهد ښيي چې د روان میلادي کال د لومړیو څو میاشتو په پرتله په افغانستان کې په کورونا د اخته کېدو پېښې مخ په را کمېدو دي.

فضل هادي حمیدي
15 چنګاښ 1401
د کورونا له کبله مړینه ۶۰فیصده کمه شوې

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۲۲میلادي په جنورۍ او فبرورۍ کې به هره اوونۍ زرګونه پېښې ثبتېدلې، خو اوس دا کچه په اوونۍ کې څه باندې درې سوه پېښو ته راښکته شوې ده.
د عامې ورغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه زیاتوي:
«د روان کال په پیل یعنې جنوري او فبروري کې د کورونا پېښې په زرګونو وې، خو اوس چې موږ وینو په اوونۍ کې دا پېښې سلګونو ته راغلې دي، کورونا په هېواد کې د کمېدو په حال کې ده او اوس په اوونۍ کې له درې نیم تر څلورو سوو مثبتې پېښې ثبتیږي.»
په کابل کې د افغان جاپان روغتون هم په کورونا د اخته ناروغانو په عمومي شمېر کې کموالی تاییدوي، خو زیاتوي چې په وروستیو درېیو اوونیو کې د مثبتو پېښو په شمېر بیا زیاتوالی تر سترګو کېږي.
د دغه روغتون د انتاني ناروغیو د کنټرول او وقایې مسوول ډاکټر عبادالله عباد همدا خبره کوي.
نوموړي کلید ته وویل چې درې اوونۍ وړاندې د مثبتو پېښو شمېر په ورځ کې پنځه یا شپږ سلنه و، خو اوس دغه فیصدي له پنځوسو پورته شوې ده:
«زموږ روغتون ته د ورځې له سل تر یو سلو اتیا تنه مراجعه کوي، که موږ شمېرو ته وګورو، د تېرو درېیو اوونیو په پرتله مثبتې پېښې زیاتې شوې، زموږ له مراجعه کوونکو څخه پنځوس سلنه یې مثبت تشخیصېږي، خو مخکې به په سلو کې پنځه یا شپږ تنه مثبت وو، یعنې پنځه یا شپږ سلنه وې مثبتې پېښې.»


کلید ګروپ په فیسبوک کې وګورئ


د کورونا له کبله د مړینې کچه:
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې د کورونا له کبله د مړینې کچه هم د پام وړ راټیټه شوې ده. د دغې مسئلې عمده علت د خلکو له خوا د کورونا واکسین ترلاسه کول په ګوته کېږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په دې اړوند کره شمېرې نه‌وړاندې کوي، ادعا کوي چې د کورونا له کبله د مړینې کچه ډېره راټیټه شوې او ډېری ناروغان بېرته رغېږي:
«ځکه زموږ هېوادوالو د واکسین اخیستو له کبله معافیت ترلاسه کړ، د ورځې زموږ تر اته زره هېوادوال واکسین ترلاسه کوي.»
خو د افغان جاپان روغتون د انتاني ناروغیو د کنټرول او وقایې مسوول ډاکټر عبادالله عباد بیا د هغو ناروغانو د مړینې شمېرې راسره شریکې کړې چې یاد روغتون ته د پایوازانو له لوري انتقال شوي.
ډاکټر عباد وایي، د کورونا د لومړیو درېیو څپو په پرتله د دغې ناروغۍ له کبله د مړینې کچه ۶۰ سلنه راکمه شوې ده:
«د کورونا له کبله مړینه شاوخوا ۶۰ سلنه کمه شوې، په دویمه څپه کې مړینه دومره نه وه، خو په لومړۍ او درېیمه کې مړینه ډېره وه. د ورځې به زموږ په روغتون کې پنځه شپږ تنه مړه کېدل، خو اوس یې که په اوسط ډول ووایو، د ورځې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکوي، علتونه یې هم واکسین دي او هم د هېوادوالو د روحیې پیاوړتیا، له رواني پلوه خلک ځان تر فشار لاندې نه بولي.»
د افغان جاپان روغتون د انتاني ناروغیو د کنټرول او وقایې مسوول ډاکټر عبادالله په ورته وخت کې زیاتوي چې د کورونا ناروغۍ شدت او وخامت د تېرو څپو په پرتله د پام وړ راکم شوی دی.
د نوموړي په خبره، اوسمهال ډېری د کورونا ناروغان حتا بستر ته اړتیا نه لري او له سراپا معایناتو او درملنې وروسته خپلو کورونو ته لېږل کېږي:
«خو یوه د خوښۍ خبره دا ده چې اوسمهال د درېیمې څپې په پرتله د کورونا د ناروغۍ شدت او وخامت کم دی، هغه وخت که پنځوس تنه په کورونا اخته کېدل، له ۳۰ ډېر به یې بسترېدل، خو اوس که ۵۰ یا ۶۰ تنه په کورونا اخته شي، هغه ډېر یې چې بستر شي څلور یا پنځه تنه یې بستر کېږي. د نورو ناروغي خفیفه وي او کورته لېږل کېږي.»
د کورونا پر وړاندې د خلکو روحیه پیاوړې شوې ده:
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وایي، د وخت په تېرېدو او د خلکو له خوا د کورونا د ناروغانو په لیدو سره د کورونا پر وړاندې د خلکو روحیه هم پیاوړې شوې ده.


ډېر یې ولولئ:


د ډاکټر زمان په خبره، د یوه ناروغ په درملنه کې رواني درملنه او د هغه روحیه پیاوړي کول د ناروغۍ پر وړاندې د ناروغ مقاومت په زیاتولو کې مهم رول لري:
«اول داسې فکر کېده چې که کورونا څوک ونیسي، نو خامخا به ژوند له لاسه ورکوي، خو دا چې خلکو بیا خپل دوستان او د کورنۍ غړي ولیدل چې همدلته په هېواد کې یې درملنه وشوه او جوړ شول، بیا یې روحیه پیاوړې شوه، بل واکسین هم د روحیې په پیاوړتیا کې مهم رول لري، چې یو څوک واکسین وکړي هغه فکر کوي چې زه نور په کورونا نه اخته کېږم، نو روحا انسان هغه د کورونا وېره نه لري.»
په همدې حال کې د افغان جاپان روغتون د انتاني ناروغیو د کنټرول او وقایې مسوول ډاکټر عبادالله وایي، دا چې د ناروغۍ شدت او د مړینې کچه راکمه شوې، یو علت یې د کوېډ۱۹ پر وړاندې د خلکو د روحیې پیاوړتیا ده:
«له رواني پلوه هم زموږ خلک اوس چمتو دي چې له کورونا سره په خپله مبارزه وکړي چې ځان تر رواني فشار او استرس لاندې رانه ولي او له کورونا وېره ونه کړي.»
په ورته وخت کې یو شمېر هغه هېوادوال چې یا ناروغ دي او یا روغ دي، خو واکسین یې کړي، هم وایي چې له کورونا اوس وېره نه لري.
د دایکنډي اوسېدونکی ۶۵ کلن ضامن علي چې د افغان جاپان روغتون ترمخ د پایوازانو په غرفه کې ناست و، وایي چې نږور یې په کورونا اخته ده او کابل ته یې د درملنې لپاره راوستې ده، خو په خبره یې، اوسمهال یې نه نږور او نه هم دوی له کورونا څخه کومه وېره لري:
«اوس د هېچا په زړه کې له کورونا وېره نشته، نږور مې چې کورونا هم نیولې، خو وېره ترې نه لري او وایي چې تېره شوه.»
۶۵ کلن ضامن علي وایي، اوس یې واکسین کړي او دا څو ورځې په افغان جاپان روغتون کې هم دي، نه کورونا نیولی او نه هم ترې وېره لري: «زه له اوله له کورونا نه وېرېدم، له کله نه مې چې واکسین کړي بیا مې هېڅ د کورونا علایم په ځان کې نه دي لیدلي.»
په ورته وخت کې د غزني ولایت اوسېدونکی۵۰ کلن حبیب الله وایي، اته میاشتې وړاندې یې چې کله واکسین وکړل، نو ډاډه شو چې نور یې کورونا نه نیسي او له هغه وروسته یې هم هېڅ د کورونا علایم په خپل بدن کې نه دي حس کړي:
«له کورونا خو ټول خلک ویريږي خو زه وایم هرڅه چې د الله ج اراده وي، هغه به کېږي خو ما واکسین هم کړي او اوس سل فیصده ډاډه یم چې نور مې نه نیسي.»
کورونا چې لومړی په چین کې راپیدا شوه او بیا یې نورې نړۍ ته سرایت وکړ، په نړۍ کې یې په ملیونونهکسان ووژل.
خو کله چې د دغه ناروغۍ لومړۍ پېښه د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې په ۵ نېټه په هرات کې ثبت شوه، خلک یې ډېر اندېښمن کړل، خو اوس ورسره خلک عادي شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د وروستیو شمېرو پربنسټ، تر اوسه په افغانستان کې څه باندې ۱۸۲ زره کسان په کورونا اخته شوي، ۷۷۲۵ تنو د دغه ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي او له ۱۶۴ زرو ډېر بیا له دغه ناروغۍ څخه بېرته رغېدلي دي.





کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA