ads

طبیعي پېښو د افغانانو ژوند سخت کړی

د خوړو نړیوال سازمان  WFP  وایي  چې په تېره یوه اوونۍ کې یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له ۲۵ زره  زلزله ځپلو کسانو  سره مرستې کړې دي.

azizi
11 چنګاښ 1401
طبیعي پېښو د افغانانو ژوند سخت کړی

دغې ادارې د جمعې  په ورځ  په خپله ټویټر پاڼه لیکلي  چې په یادو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې طبیعي پېښې، لکه زلزله د خلکو وضعیت لا پسې خراب کړی.

د یاد سازمان  د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې وچکالۍ د افغانانو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی او د لوږې کچه یې لوړه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA