ads

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اندېښنه

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اندېښنه

نویسنده: shams
11 چنګاښ 1401
د افغان ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اندېښنه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا بېړنۍ غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه چې پرون جوړه شوې وه ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې میشل پاچله له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې د نورو اسلامي هېوادونو کړنلاره تعقیب کړي.

پاچله  د افغان ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، که په افغانستان کې د ښځو په ژوند کې بدلون را نه شي، د دوی راتلونکی به تیاره وي.

هغې ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي.

په ورته وخت کې د غونډې نورو ګډونوالو د افغان ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له اسلامي امارت نه یې وغوښتل چې د ښځو په وړاندې خپل مکلفیتونه عملي کړي.

دوی په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تبعیضي چلند په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت ویلي وو چې، د شریعت په چوکاټ کې د افغان ښځو د حقونو د تامین لپاره ژمن دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA