ads

د دیني عالمانو د دویمې ورځې غونډه او داسلامي امارت دمشر تابه وینا

د دیني عالمانو د دویمې ورځې غونډه او داسلامي امارت دمشر تابه وینا

Hamidi
10 چنګاښ 1401
د دیني عالمانو د دویمې ورځې غونډه او داسلامي امارت دمشر تابه وینا

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده تر اوږده انتظار وروسته د جمعې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې د دیني عالمانو په غونډه کې راڅرګند شو او د شریعت پر تطبیق اوعملي کولو یې ټینګار وکړ.

نوموړي دغه راز د اسلامي امارت چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې ځانونه په شریعت برابر کړي او ټینګار یې وکړ چې باید په محاکمو کې عدالت تطبیق شي او په وینا یې هېڅوک په زاړه او پخواني جرم چې له عفوې وړاندې یې ترسره کړی وي، نه شي محاکمه کېدای.

د اسلامي امارت مشر د شوې عفوې په اړه زیاته کړه:

«له علماوو سره مې خبره وکړه چې که شریعت د عفوې حق راکوي، غاړه مې نه بندیږي، نو زه عفوه کوم، فتوا مې اخیستې او اوس هم راسره شته، هغه د خلکو شخصي حقونه زه نه معافوم، هغه حق چې شریعت راکړی په هغه برخه کې عفوه کوم.»

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده په همدې حال کې په ادارو کې د رشوت، زورواکۍ، اندیوالۍ، خپلوۍ، قومي، سمتي او ژبنیو اړیکو په نه پاللو او له هغه څخه په ډ ډه کولو ټینګار وکړ:

«که د حکومت په بدنه کې امنیت نه وي، رشوت خوړل دي، ځان ځاني ده، زورواکي ده، آنډیوالي ده، د قوم، ژبې او سمت پالنه ده، نو دا بیا نه حکومت دی او نه هم امنیت دی، دا د مسلمانانو په ګټه هم نه دی، دا یوازې د څو تنو ترمنځ معامله ده او څو ورځې به دوام وکړي او ختم به شي.»

د سلامي امارت مشر په ورته وخت کې پر پانګه‌والو غږ وکړ چې په بهرنیو مرستو تکیه ونه کړي او د هېواد د آبادولو لپاره باید په کور د ننه پانګونه وکړي.

شیخ هبت الله اخندازه له هېواد وتلو افغانانو ته د بېرته راتګ او دلته د خوندي ژوند کولو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون هېڅوک باید له اسلامي امارت څخه اندېښنه ونه لري: «زموږ ګاونډیان دې هېڅ اندېښنه نه کوي چې موږ به کومه بده اراده ولرو، موږ هېڅ بده اراده نه لرو، اسلام د سلامتیا نوم دی، سلامتیا غواړو، سوله غواړو، امن غواړو، آرام ژوند غواړو او اسلامي نظام غواړو، بس دا ټول واضح شیان دي، موږ خپلواک یو، نه د بل په اشاره او نه هم قومانده کار کوو.»

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت مشر مولوی هبت الله اخوندزاده، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته، په دغسې یوه لویه غونډه کې راڅرګندېږي او څه باندې ۶۰دقیقې وینا کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA