ads

د ننګرهار هوایي ډګر ملکي هوایي الوتنو ته چمتو شو

د ننګرهار هوایي ډګر له کلونو ځنډ وروسته د ملکي هوایي الوتنو لپاره چمتو شو.

جان اغا صالح
30 غبرګولی 1401
د ننګرهار هوایي ډګر ملکي هوایي الوتنو ته چمتو شو

د یاد هوایي دګر مسوولان وایي، دغه هوايي میدان چې په تېرو شل کلونو کې ناټو او امریکایي ځواکونو د پوځي اهدافو لپاره کار وه، خو اوس د ملکي الوتنو پر مخ پرانیستل شوی او عملاً ترې الوتنې ترسره کېږي.
د ننګرهار ملکي هوایي ډګر امر انجینر رحمت الله شجاع کلید ته وویل، د مسلکي کاري ډلې په مرسته یې د هوایي ډګر ځغاستليکه، مخابروي سيستم، د هوایي برجونو د څارلو تجهیزات یې ترمیم او ساحوي برخې پاکې، خوندي او الوتنو ته چمتو او فعاله شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې په تیرو اتو میاشت کې له یاد هوایي میدان څخه ۶۶ هوایي پروازونه شوې، چې شاوخوا ۸۶۶ مسافرین یې ننګرهار ته انتقال کړي دي.
شجاع زیاته کړه:
«د ننګرهار هوایي ډګر د ملکي الوتنو لپاره چمتو شوی او تر دې وړاندې به له دغه هوایي ډګر څخه د پوځي الوتنو لپاره ګته اخیستل کېده، خو اوس ملکي التونو ته چمتو.»
په تېرو اتو میاشتو کې ۶۶ الوتنې ترسره شوې چې دوې یې نړیوالې یوه یې د ایران هېواد څخه وه او بله یې د پاکستان څخه وه او همداراز اوس مهال د (UNHAS) او (WFP) الوتکې ترې الوتنې کوي.»
ختیځ مېشتي هم د یاد هوایي ډګر فعالیت ته خوښ دي او د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوي، چې په یاد هوایي کې دې د شته ستونزو دحل په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.
د ننګرهار دوو اوسېدونکو شفیق الله او احمد شاه کلید ته وویل:
«مونږ ختیځ میشتي خلک ډیر خوشاله یو چې د ننګرهار له هوایی میدان څخه ملکي پروازونه پیل شول، ځکه مخکې به مونږ نورو ولایتونو ته هوایي سفرونه چې کله کول نو مجبوره و؛ چې کابل ته لاړ شو او بیا بیرته له هغې ځایه څخه بل ځای ته هوایي سفر وکړو، زمونږ غوښتنه دا ده چې باید دا هوایي میدان لا پراخه او عصري او پاتې چارې که څه وي هغه دې هم باید تکمیلې کړای شي.»
اخوا د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تمکین هم له ننګرهار هوایي ډګر څخه د ملکي هوایی الوتنو پیل په اقتصادي برخه کې مهم ګام بولي.
نوموی وایي، په دې سره به نه یوازې خلکو ته کاري زمینه برابره شي بلکي هر کال به د دولت خزان ته په زیاته اندازه عواید هم ورټول شي.
تمکین زیاته کړه:
«د ننګرهار د هوایي ډګر څخه چې اوسمهال ملکي الوتنې پیل شوي دا یو ډیر ښه خبر دی د ټولو خلکو لپاره په دې سره به نه یوازې د خلکو د هوایي ټرانسپورټ په برخه کې شته ستونزې حل شي، بلکې له دې لارې به ډیر عواید د دولت خزانې ته هم جمع شي او همدارنګه به په زیات شمیر خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.»

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA