ads

پوهنې وزارت تر اووه زره ډېر بستونه اعلان کړل

د افغانستان د پوهنې وزارت اړوند اووه زره او ۲۵۲د ښوونکو او دغه راز، پنځم او شپږم اداري بستونه اعلان ته وسپارل شول.

محمدخان بریال
17 غبرګولی 1401
پوهنې وزارت تر اووه زره ډېر بستونه اعلان کړل

په دغو بستونو کې دوه زره او ۸۳بستونه مېرمنو ته ځانګړي شوي دي.
د چارو ادارې عمومي رییس احمد جان احمدي په همدې تړاو د سې شنبې په ورځ په جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل چې د غه بستونه یې د پوهنې وزارت په غوښتنه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لارې اعلان کړل.
د ده په خبره، اسلامي امارت په ټولو برخو کې د وړتیا او مسلکي توب پر اساس ګمارنې کوي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې ۱۶زره بستونه په پام کې نیول شوي، چې په نږدې راتلونکې کې به د ښوونکو نور بستونه هم اعلان شي.
د احمدي په خبره، اسلامي امارت د سالم ښوونیز چاپیریال رامنځته کولو په برخه کې تل کوښښ کړی او تر نورو چارو به دغه کار ته لومړیتوب ورکړي.
په هېواد کې د ښوونکو او اداري مامورینو ۷ زره بستونه په داسې حال کې اعلانیږي، چې لاهم له شپږم صنف پورته د نجونو پر مخ ښوونځي نه دي پرانیستل شوي.
خو اسلامي امارت وایي، د نجونو د ښوونځیو د خلاصون پر طرحه کار روان دی او هر کله چې وروستۍ شي او رهبري پرېکړه وکړي، د ټولو نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA