ads

پر کورونا له اخته ناروغانو سره د خلکو چلند ښه شوی

په ۲۰۱۹ م کال له چین خپره شوې کورونا یوه داسې ناروغي چې ډېر ژر یې نړیوال رنګ خپل کړ او خلک یې د ژوند په هره برخه کې له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړل.

بختاجان بختیار
10 غبرګولی 1401
پر کورونا له اخته ناروغانو سره د خلکو چلند ښه شوی

د دې وبا د ناروغۍ او مرګ وېره تر ډېره رسنیو او نړیوالو طبي مراکزو خپروله چې د خلکو ترمنځ یې واټن رامنځ ته او ان د کورنیو د غړو تر منځ هم واټن پیدا شوی و.
د افغانستان په څېر په یوه داسې هېواد کې چې د درملنې مراکز هم پکې کم وو، د وخت روانو تبلیغاتو د خلکو کرکه او وېره دومره ډېره کړه چې روغتیايي مرکزونو ته پر کورونا د اخته کسانو تګ یې هم له وېرې او خنډونو سره مخ کړ.
په خوست کې د خلکو تر منځ د کورونا وېره هغه مهال مخ په ډېرېدو شوه چې یاد ولایت ته له اماراتو څخه راغلي پر کورونا اخته لومړني خوستي مسافر خپل ژوند له لاسه ورکړ.


کلید ګروپ په فیسبوک کې وګورئ


خو اوس پوښتنه داده چې د خلکو ترمنځ دا مهال د کورونا وېره او د دوی تر منځ چلند څه ډول دی؟
د همدې پوښتنې د ځواب موندلو په هدف مو په خوست کې د داسې کسانو لټون پیل کړ، چې پر کورونا اخته وو او یا یې پر کورونا اخته ناروغان لرل؛ څو له دوی سره په خبرو کې د پخواني او اوسني چلند پرتله وشي.
د همدغو کسانو په لټه کې مو داسې یو څوک پیدا کړ، چې د کورنۍ غړي او کلیوال یې پر کورونا اخته وو او د هغوی لپاره یې په کورونو او حجرو کې ځانګړي ځایونه جوړ کړي وو.
زین الله نومی کس په خوست کې د جامو ګنډلو د ماشینونو جوړوونکی دی او چار چاپېر پرې پېرېدونکي راټول دي.
نوموړی وایي، هغه مهال چې په لومړي ځل یې د کورنۍ یوه غړې پر کورونا اخته شوه، لویان خو پرځای پرېږده چې ماشومانو هم ترې وېره لرله.
دی زیاتوي په کور کې یې د ناروغ لپاره د خوراک او څښاک له شیانو تر کوټې هر څه ور بېل کړل او ترڅنګ یې کلیوالو کورونا نیولو ته هم د کلي په مشترک جومات کې ځانګړی ځای برابر کړ، خو په خبره یې چې وروسته دې وېروونکې څپې عادي حالت غوره کړ:
«کله چې په کورکې زموږ یوه زنانه پر کورونا اخته شوه، هغې ته مو ګوښې کوټه برابره کړه، ستر (لویان) خو پرځای پریږده چې ماشومانو هم ترې ډار کاوه، له خپلو او پردیو سره مو تګ راتګ ختم شو، که کلیوال به پر کورونا اخته شول، نو موږ جومات کې یوه ځانګړې میلمه خانه درلوده، ټول به مو هغه میلمه خانه کې ایسار کړل او ټولو کلیوالو به ورسره اړیکه پریکړه، ځکه موږ خلکو او ډکټرانو سخت ویرولي وو،خو شکر دی اوس حالت عادی، که مو کورونا ونیسي چال چلند مو عادي شوی دی.»
د خوست ښار په یوه بله څنډه کې مو یو ځوان خیاط پيداکړ؛ ده چې تازه د اختر سېزن وهلی، خو لا هم د خپلې خیاطۍ په دوکان کې جامو ګنډونکي ماشین ته ناست او د سر له پاسه یې په نږدې واټن کې یو لوی څراغ د دې لپاره نصب کړی چې ګنې د شپې پر مهال پر ماشین کېدونکي کارونه پرې ترسره کړي.
دا ځوان عادل نومېږي او د هغه مهال کیسه کوي، چې پرکورونا اخته و، خو د واکسینو په کړلو سره یې حالت بېرته ښه شوی:
«کله چې پرکورونا اخته شوم، هرڅه مې د کورنۍ له نورو غړو جدا کړل، کوټه، د خوراک او څښاک لوښي، د کورنۍ له غړو سره رفت امد چې دا ټول سخت حالت او یو تربله کرکه وه، خو بیا مې هم هڅه کوله چې ډاکټر ته لاړ شم دوا او مشورې ترې واخلم، ورو ورو ښه کېدم؛ کله چې د ولسوالۍ کلینیک ته د کورونا واکسین راغلل هغه مې هم ولګول چې له دې سره هم کورونا ختم شوه او هم وېره.»
لکه مخکې مو یادونه وکړه، چې کورونا د خلکو ترمنځ د وېرې له کبله نه یوازې فاصلې ایجاد کړې وې، بلکې پر کاروبارونو یې هم خورا منفي اغېز کړی و.
دا غږونه په خوست کې د موټرو د هغه تم ځي او اډې دي، چې له دې ځایه هره ورځ لسګونه موټر کابل او نورو ولایتونو ته ځي.
دلته مو د ارین په نوم داسې ځوان چې د ټوډي ډوله موټر جلو ته ناست دی وموند. ارین کورونا دومره وېرولی او د کرکې څښتن کړی و، چې ان یو موده یې د سوارلیو له وړلو انکاري او خپل موټر یې په کور درولی و.
هغه وایي له کورونا یې داسې کرکه پیدا وه، چې د هر انسان په لیدو به یې پر هغه د کورونا لرونکي ناروغ ګمان کاوه:
«موږ داسې فکر کاوه چې کورونا ډېره غټه ناروغي ده، که مو ونیسي ژر مو له منځه وړي، ځکه همدا ډول راته معرفي شوې وه، له هر انسان مې په زړه کې کرکه کېده، ورځ تر بلې دا حالت ځوروونکی کېده، لومړیوکې مې موټر کې عمر خوړلي کسان هم نه وړل، خو وروسته دا وېره دومره ډېره شوه، چې موټر مې په کور ودراوه، له څه مودې وروسته مې بیا داسې خلک ولیدل چې پر کورونا د اخته کېدو یې خبر وم، هغه مې روغ ولیدل، نو زه هم ارام شوم او بېرته په عادي ډول خپل کار ته را ستون شو.»
له هغې را وروسته چې کورونا تقریبا د هرې کورنۍ دروازه ور ټک ټک کړه، نو د خلکو او ډاکټرانو په چلند کې هم نرمښت راغی.
ډاکټرانو هم په لومړیو کې کورونا سخته او تېزه انتقالېدونکې ناروغي بلله؛ خو وایي په هغه سطحه نه ده، څومره یې چې د خلکو ترمنځ کرکه خپره وه او د دوی ترمنځ یې فاصلې رامنځ ته کړې وې.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدعارف بیا په دې برخه کې تر ډېره پړه پر رسنیو، طبي نړیوالو او سیمه ییزو بنسټونو ور اچوي چې ګني په لومړیو کې یې له خطره څو برابره ډېره وېره خپره کړه:
«له کورونا څخه د ډېرې کرکې او نفرت یو لامل هم تبلیغات وو، چې د رسنیو او طبي سازمونونو له لارې کېدل او د خلکو ترمنځ یې فاصلې ایجادولې، ولې ډاکټران هم ددې برخه وو، ځکه هغوی هم خلکوته د فاصلو مراعتولو د لارښوونو ترڅنګ دا ناروغي وژونکې معرفي کړې وه، خو کله چې ډاکټران واکسین شول او په ځان متیقین شول، وروسته یې له خلکو سره د کرکې او فاصلې کچه هم راکمه شوه.»
هغه وایي د خلکو ترمنځ د فاصلې په له منځه وړلو او د چال چلند ښه کېدو په برخه کې کورونا واکسین هم اغېزمن رول درلود، چې د خلکو باور یې را ژوندی کړ:
«د ډاکټر خوله هم دوا ده، ځکه ډاکټرانو هم خلکو ته کورونا په وروستیو کې یوه عادي ناروغي معرفي کړه او ترڅنګ یې کورونا واکسین هم خلکو ته ولګېدل چې پدې سره د کرکې او نفرت فاصلې ورو په ورو له منځې تلې او ژوند د عادي کېدو پر لور روان شو.»
یوه لویه ستونزه چې په لومړیو کې د عامې روغتیا مسولین ورسره مخ وو، د خلکو په ځانګړي ډول پر کورونا د اخته کسانو ځانګړو روغتونونو ته نه ورتګ و.
همدا لامل دی چې تر ننه هم په افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو دقیق شمېر نه دی معلوم.
د خوست د عامې روغتیا ریاست د کورونا د برخې مسول ډاګټر ګل احمدشاه وایي، له هغه وخته چې کورونا خپلې څپې تر خوست را ورسولې، تر نن پورې یوازې ددوی له ریاست سره څه باندې درې زره پر کورونا اخته کسان رجسټر شوي، چې کم شمېرو یې ژوند بایللی او ډيری نور رغېدلي دي.
که څه هم اوس مهال په ټول هېواد کې د کورونا اړوند ځانګړي روعتونونه تړل شوي، خو ګل احمدشاه وایي چې دوی اوس هم د کورونا ناروغان لري چې پیښې یې په عادي پکېج کې نیسي او د خوست په ملکي روغتون کې د کورونا په نوم یو واټ اوس هم فعالیت لري:
«په خوست کې د کورونا پیښې ډېرې وې، خو په رسمي ډول څه باندې درې زره کسان زموږ سره ثبت وو، اوس هم د کورونا پیښې لرو، خو هغوی په عادي او مشکوکو ناروغیو کې نیسو او ترڅنګ مو یو واټ هم ورته ځانګړی کړی، ځکه چې کورونا ساري ناروغي ده او موږ هڅه کوو چې نورو ته یې د انتقال مخه ونیسي.»
د معلوماتو له مخې ملاریا، محرقه، زیړی او دې ورته نورې موسمي ناروغۍ هم یو وخت د کورونا په څېر د وبا په بڼه منځ ته راغلې وې، خو وروسته یې درمل پیدا او وقایوي تدابیر یې د خلکو لپاره روښانه شول.
اټکل کېږي چې کورونا به هم د وخت په تېرېدو، د واکسینو په جوړېدو او وقایوي تدابېرو سره د نفرت له ډګره را ووځي او د خلکو ترمنځ به د یوې عادي ناروغۍ بڼه خپله کړي، چې درملنه به یې د ریزش او زکام په څېر په عادي درملو او تجربو کېږي.


ډېر یې ولولئ:






کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA