پاکستاني رسنۍ وایي په جنوبي وزیرستان کې چاودنې شپږ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې دغه چاودنه د پاکستاني سرتېرو پر یوه موټر شوې چې له امله یو پوځي وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د روغتیایي مسوولینو پر وینا یادې چاودنې یو سرتېری وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.خو پاکستاني پوځ هم د یوه سرتېري وژل کېدل تایید کړي دي. تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چانه دی منلی.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني سرتېرو مرګوني بریدونه ډېر شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ