ددغه ولايت اوسيدونکي وايي، په دې موخه یې د پنبې کر ته مخه کړې، چې کمه خواري غواړي او مناسبه ګټه کوي.
د ترينکوټ دوه اوسيدونکو اکبرجان او سردارولي په دې اړه وايي چې د پنبې کښت د کوکنارو ښه بديل دی او زياتوي.
دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د بازار موندنې په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.
دغه کښت خو د دوبي لپاره ډير ښه دی، دا يې دريم او څلور ځل دی؛ خو لاهم د ګل نيوني غوټۍ پکي پاتې دي. د تارياکو خواري خو ډير زياته ده او ګټه يې دومره نه ده. تر تارياکو دوه چنده حاصل کوي خو چې بازار ورته پیدا شي. يو جريب ځمکه لږ تر لږ ۸۰ منه پنبه کوي.»
مسولين بیا وايي، چې چې هڅه کوي د کروندو د حاصلاتو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.
د ارزګان مرستيال والي حاجي مزمل وايي چې د پنبې ترڅنګ به د ټولو حاصلاتو او کورنيو توليداتو لپاره مارکيټ پیداکړي.
هغه وايي:«مونږ پر دې فکر کړی او کوښښ کوو چې د ټولو حاصلاتو لپاره بازار پیداکړو چې ګټه يې خلکو ته ورسيږي.»
ارزګان چې يو زراعتي ولايت دي ډير خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدي لاري خپله يوه ګوله حلاله روزي په لاس راوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ