ads

د زرغون افغانستان سیالیو پای لوبه او د خلکو غوښتنې

د زرغون افغانستان ترنامه لاندې پیل شوې د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

بختاجان بختیار
31 غویی 1401
د زرغون افغانستان سیالیو پای لوبه او د خلکو غوښتنې

د زرغون افغانستان تر نامه لاندې کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ  چې د خوست کرکټ په ملي لوبغالي کې د روانې مې میاشتې په اتمه نېټه د درېيو لوبډلو ترمنځ چې د میوند ساتونکي، پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز په نومونو پیل شوې وې، د همدې میاشتې تر شلمې نېټې یې دوام وکړ، چې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دې سياليو کې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ترڅنګ ځوانو لوبغاړو هم ګډون کړی و، چې ليدو ته يې هره ورځ د خوست ترڅنګ د يو شمېر نورو ولايتونو څخه هم زیات شمېر مېنوال ورتلل.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د پای لوبې د مراسمو پرمهال وویل چې د دغو سياليو موخه او هدف زمبابوې سره د کيدونکو يو ورځنيو لوبو او همدا ډول د راتلونکو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو ته ښه چمتوالی و.

نوموړي وويل په دې سياليو کې د ملي لوبغاړو ترڅنګ ګڼو ځوانو لوبغاړو هم برخه اخيسته وه او دوی غواړي چې ځوان لوبغاړي له ملي لوبغاړو زده وکړي او په راتلونکي کې د هېواد ښه استازيتوب وکړي:

 (( ډېر زيات خوشحاله يم چې د زرغون افغانستان سيالۍ په بريا سره پای ته ورسيدې، دا لوبې خورا مهمې او ګټورې وې، تاسو وليدل چې په دې کې ډېرو لوبغاړو ښې لوبې وکړې، ملي لوبغاړو راتلونکو نړيوالو پنځوس اوريزو لوبو ته بشپړ چمتوالی ونیو.))

د زرغون افغانستان سیالیو ګټونکې هندوکش سټرایکرز لوبډلې کپتان نجيب الله ځدراڼ هم د زرغون افغانستان يو ورځنۍ لوبې د ملي لوبډلې لپاره ډېرې مهمې یادې کړې او وويل بل مهم هدف چې دوی د دغو لوبو څخه درلوده، د ځوانو لوبغاړو سره د خپلو تجربو شريکول وو:

 ((موږ ځوانانو لوبغاړو ته موقع ورکړه، دوی سره مو خپلې تجربې شريکې کړې چې څنګه بايد پرېشر کې لوبه وشي، څنګه بايد اېنېنګز غټ کړي، ددې ترڅنګ مو بل مهم هدف دا و چې موږ زمبابوې ته تياری وکړو.))

پای لوبې ته د خوست ترڅنګ له ګڼو نورو ولایتونو هم زیات شمېر مینوال راغلي و، چې دلوبغاړو کار ګردګۍ  یې د دریا په وهلو، شور او ځوږ سره  بدرګه کولې.

لوبې ته راغلو مینوالو ویل لوبغالی کوچنی او ددې ډول سترو لوبو پرمهال پکې خلک نه ځایږي او د لوبغالي د پراخېدو او د سیوري غم خوړلو ترڅنګ یې غوښتنې داوې چې راتلونګې شپږیزې لوبې دې هم همدلته ترسره شي.

د رمضان په نوم يو تن نندراچي کلید سره په خبرو کې وویل: ((ميدان ډېر کوچنی دی، تماشه چيان ډېر زيات دي او ګرمي هم ده، د سيوري لپاره يې بايد ځای برابر شي او په راتلونکي کې د شپږيزې لوبې هم دلته وشي.))

یو بل سپین ږیری نور ولي جان وویل:(( د سپیرې ولسوالۍ څخه لوبې ته راغلی یم، د نجیب د لوبډلې مینوال یم، ډيرې خوندروې لوبې ترسره شوې، غوښتنه مو داده چې نورې لوبې هم په خوست کې جوړې شي، ځکه تاسو وینئ چې خوستوال د کرکټ مینوال دي او نن دومره ډېر راغلي چې په میدان کې نه ځاییږي.))

د زرغون افغانستان د پایلوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ، د سیالیو غوره توپ وهونکی شاهدالله کمال، غوره توپ اچوونکی ضیاء الرحمن اکبر او د سیالیو ځوان لوبغاړی صدیق الله اتل ونومول شول.

نیوکه دا وه چې یو شمېر هغو ځوانو لوبغاړو ته چې د بېلا بیلو لوبډلو برخه وه، د لوبېدو موقع ور نه کړل شوه.

پای لوبې ته له مرکز کابل څخه د کرکټ بورډ د رئیس ترڅنګ د رئیس الوزرا دویم مرستیال عبداسلام حنیفي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم راغلي وو، چې د کرکټ او نورو ورزشي لوبو په برخه کې یې مسولینو او مینوالو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA