نوموړې له امریکايي رسنۍ سي ان ان سره په خبرو کې ويلي چې د بیان ازادي، ښوونځيو ته د نجونو تګ، مېرمنو ته د کار اجازه ورکول دا ټول هغه موارد دي چې نړیواله ټولنه یې د عملي کولو غوښتونکې ده.
هغې زیاته کړې، چې په دې تړاو یې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړې او هيله یې ښوودلې چې مثبته پایله به ولري.
د چارو شنونکي بيا پهدې اړه بېلابېل نظرونه لري.
سياسي شنونکی رفیعالله رفیع وايي، نړۍ پهدې برخه کې له اسلامي امارت سره دوهګونی چلند کوي او د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستو په ګډون هغه مسايل باید مطرح نهکړي چې د حل کېدو خواته روان دي.
دی زياتوي، اسلامي امارت ته هم پهکار ده چې له نړۍ سره د تعامل د رامنځته کېدو لپاره هڅه وکړي.
(( نړۍ باید هغه مسائل رابرسېره نه کړي، چې کوم موضوعات د حل کېدو خواته روان وي، د ښوونځیو موضوع نژدې حل کېدونکې ده، نړیوال باید د داسې موضوعاتو پرځای له افغانستان سره تعامل وکړي او اسلامي امارت ته هم په کار ده، چې له نړۍ سره په ډېر احتیاط وړاندې لاړ شي))
بلخوا سياسي فعال مشعل محمدي بيا وايي، له نړيوالې ټولنې سره تعامل مهم او د افغانستان سياسي برخليک له همدې تعامل پورې تړلی دی.
دی زياتوي، اسلامي امارت له نړيوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ډېرې هڅې کړې دي؛ خو دا بسنه نهکوي او اړتيا ده چې پهدې برخه کې لا ډېر کار وشي.
(( اسلامي امارت ته په کار ده، چې له نړیوالو سره د تعامل لپاره نورې هڅې هم وکړي؛ ځکه اوسنی هڅې بسنه نه کوي. افغانستان اوس مهال رسمیت پېژندنې ته اړتیا لري.))
وموغوښتل پهدې اړه د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره په نظر اخیستلو بريالي نهشوو.
د اسلامي امارت له حاکميت څه باندې ۹ مياشتې کېږي، خو لاهم هېڅ کوم هېواد د افغانستان نوی حکومت په رسميت نهدی پېژندلی؛ خو اسلامي امارت بيا په وار وار ټينګار کړی چې د رسميت پېژندنې ټول شرایط یې پوره کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ