ads

اروپایي ټولنې د افغان ښځو په تړاو غونډه جوړه کړې

اروپایي ټولنې د افغان مېرمنو وضعیت په اړه د بحث لپاره دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده.

Sehat samsor
31 غویی 1401
اروپایي ټولنې د افغان ښځو په تړاو غونډه جوړه کړې

د افغانستان لپاره د دغه ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغه غونډه کې یې د افغان زړورو مېرمنو له یوې ډلې سره دوه ورځنۍ غونډه لرله.

نیکلاسن زیاته کړې چې په دغه غونډه کې یې د افغان ښځو د وضعیت په اړه بحثونه کړي.

دا بحثونه وروسته له هغې کېږي چې نړیواله ټولنې د اسلامي امارت پر هغه پرېکړې اندېښنه ښودلې چې پر افغان مېرمنو یې وضعه کړي.

د جنسیتي انډول په چارو کې د اروپایي ټولنې سفیرې ستیلا رونر پرخپلې ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغه غونډه کې له افغانستان سربېره د نورو ځایونو څخه شپېته تنه ښځې ګډونوالې وې.

د رونر په خبره یاده غونډه په داسې وخت جوړېږي چې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنیټ هم په کابل کې دی او هڅه کوي چې د اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو ترمنځ د ښځو په برخه کې همکاري دوام کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA