د کرنې رياست مسئولین وايي، چې سږکال په دې ولايت کې د ځمکنيو توتانو حاصل ۱۷۰ ټنه اټکل شوی، چې په خبره یې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
دوی دا ميوه د کوکنارو ښه بديل ګني او زیاتوي چې د لاپراختیا لپاره به یې هڅې وکړي
د کرنې ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي، چې ځمکني توتان اوسمهال د ننګرهار په سره رود، خوږياڼو، دره نور، ګوشتې، کامې او نورو ولسواليو کې حاصل ورکړی. دی.
بل لورته بیا یو شمېر کروندګر وايي، چې که دکرنې ریاست له لوري ور سره د سرې، درملو او شنو خونو جوړولو مرسته وشي؛ نو کولای شي چې په څلورو فصلونو کې ځمکني توتان بازار ته په ښه بيه وړاندې کړي.
باید یاده شي چې په ننګرهار کې نه یواځې ځمکني توتان، بلکې د مالټو ترڅنګ په کې نورې ګڼې مېوې او دغه راز سبزیجات ښه حاصل ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ