ads

ننګرهار کې ۵۴۵ میله وسلې نیول شوې دي

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند په ننګرهار کې د ۵۴۵ میله وسلو د نېول کېدو خبر ورکوي

کامران احمدزی
19 وری 1401
ننګرهار کې ۵۴۵ میله وسلې نیول شوې دي

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه کلید ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د ننګرهار ولايت مرکز جلال آباد ښار او شاوخوا سيمو پیل کړیو چاڼیزو عملیاتو کې ۵۴۵ میله بېلابېلې سپکې او درنې وسلې، ۱۱ عراده وسایط، زرګونه فیره د مختلفو وسلو مرمۍ او نور ګڼ شمېر تجهیزات ترلاسه کړي دي.

د یادې قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي کلید سره په خبرو کې وویل، چې په دې عملیاتو کې د احسان الله په نوم یو تن هم د انسان تښتونکو له منګلو ژغورل شوی دی.

باید یاده شي، چې واک ته داسلامي امارت له رسېدو وروسته د هېواد په ډېرو ولایتونو کې چاڼیز عملیات پیل شوي، چې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د اسلامي امارت د ځواکونو لاسته ورغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2025

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA