ads

په هېواد کې ۱۰۸ نور کسان پر کرونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۰۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷۶ زره او ۵۷۱تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
24 کب 1400
په هېواد کې ۱۰۸ نور کسان پر کرونا اخته شوي

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په یاده موده کې له دې وبا څخه یو تن مړ شوی او ۲۶۲تنه روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۶۴۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۵۸ زره او ۹۱۷ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA