ads

هېواد کې ۱۱۱ نور کسان پر کرونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۱۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷۵ زره او ۵۲۵تنو ته ورسېد

شمس الرحمن شمس
18 کب 1400
هېواد کې ۱۱۱ نور کسان پر کرونا اخته شوي

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۶ تنه مړه شوي او ۱۶۷تنه روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۶۳۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۵۸ زره او ۳۴ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA