ads

د عامه‌پوهاوي نشت ننګرهار میشتي پر کورونا اخته کړي

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کورونا په اړه د عامه پوهاوي لړۍ کمرنګه بولي.

جان اغا صالح
3 کب 1400
د عامه‌پوهاوي نشت ننګرهار میشتي پر کورونا اخته کړي
د ننګرهار روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي ضیاالرحمن کلید ته وویل، په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د عامه پوهاوي د کموالي له امله ډېری کورنۍ پر کورونا ناروغۍ اخته شوې او اوس هم نه دي خبر چې څنګه له دې ناروغیو ځانونه خوندي کړي.
ضیاالرحمن زیاتوي: «د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ډېر خلک د کورونا په اړه معلومات نه لري، نو ځکه خو پر کورونا اخته کېږي. که دا لړۍ لرې پرتو ولسوالیو ته وغځول شي، نو د کورونا په برخه کې به ډېر خلک معلومات ترلاسه کړي او که همداسې لکه اوس کمرنګه روانه وي، نور خلک به هم پر کورونا اخته شي.»
دغه راز د دره نور ولسوالۍ  اوسېدونکی احمدالله بیا له کلید سره په خبرو کې وویل چې د کورونا د خپرېدو او له یادې ناروغۍ د مخنیوي په اړه له بېلابېلو رسنیو یې پيغامونه اورېدلي دي، خو ټینګار کوي چې که کورونا عادي وګڼل شي، ستونزې به لا پراخې شي.


کلید ګروپ په فیسبوک کې وګورئ


دی پر عامو خلکو غږ کوي چې  په ورځني ژوند کې روغتیايي لارښوونې عملي کړي.
احمدالله زیاته کړه: «د کورونا په اړه مې مخکې دومره معلومات نه لرل، خو کله چې د عامه پوهاوي ټیمونه راغلل او موږ ته یې معلومات راکړل، ډېر زیات عامه پوهاوی موږ ته وشو او له همغې ورځې راهیسې ټولې روغتیايې لارښوونې عملي کوم او نورو خلکو ته هم یادې لارښوونې کوم.»
په ورته وخت کې یو شمېر ننګرهار میشتې مېرمنې د کورونا په اړه د عامه پوهاوي د کمپاین په برخه کې د ښځینه وو نشت لویه تشه بولي.
په دغه ولایت کې د یو خصوصي پوهنتون محصله مروا صدیقي وایي، که د کورونا په اړه د عامه پوهاوي په کمپاین کې ښځې شاملې شي، نو پوهاوی به یې لا ګټور او پایلې به یې ښې وي.
هغه وایي، لاهم د ښاري سیمو په پرتله په لرې پرتو ولسوالیو کې مېرمنې له کورونا څخه د ځان ساتنې په اړه کافي معلومات نه لري.
مروا صدیقي زیاتوي:« ما په خپله هم د کورونا واکسین کړي او پایله یې هم ښه ورکړې، خو ستونزه دا ده چې د عامه پوهاوي په ټیمونو کې ښځینه نشته او یا په نشت حساب دی، که په دې برخه کې مېرمنې په کار وګمارل شي، نو ډېره به ښه وي، ځکه ښځې د ښځې په خبرو ښه پوهېدلی شي؛ نو لازمه ده چې مېرمنې باید د کورونا په اړه د عام پوهاوي په ټیمو کې شاملې شي، کار به هم ورته پیدا شي او ستونزه به هم حل شي.»
یوې بلې محصلې زرغونې، چې د کورونا واکسین یې تطبیق کړی، له کلید سره په خبرو کې وویل چې واکسین ډېره ګټه ورته رسولې ده.
نوموړې وایي، په لومړي سر کې د روغتیایي سپارښتنو د نه عملي کېدو له کبله د هغوی ګڼ شمېر خپل خپلوان پر یادې ناروغۍ اخته شوي دي.
هغه د کورونا د مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي د لړۍ پر چټکتیا ټينګار کوي او وایي، که د عامه پوهاوي لړۍ له ښاري سیمو کلیوالو سیمو ته هم وغځول شي، لا به یې پایلې مثبتې وي.
زرغونه زیاتوي: «زموږ کور چې په ښار کې دی، موږ ته د کورونا په برخه کې عامه پوهاوی شوی، خو زموږ خپلوان چې په ولسوالیو کې اوسېږي؛ هغوی لاهم معلومات نه لري. د کورونا په اړه چې څه ډول له کورونا څخه ځان وساتو، همدارنګه د عامه پوهاوي لړۍ باید لېرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځول شي، څو هلته هم خلک معلومات ترلاسه کړي او کوم خلکو چې کورونا عادي ګڼلې ټول پر کورونا اخته شوي دي.»
بل لورته بیا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي له کلید سره په خبرو کې د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د عامه پوهاوي د لړۍ دوام خبر ورکوي.
رحیمي زیاته کړه چې دمګړۍ په ټولو ولسوالیو کې کور پر کور د عامه پوهاوي لړۍ دوام لري او په خبره یې، په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه، ښځینه وو ته او نارینه ، نارینه وو ته د کورونا د ناروغۍ او د واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکوي.
نقیب الله رحیمي زیاته کړه: «په ننګرهار کې د کورونا د نارغۍ مثبتې پېښې د تېر ۲۰۲۱ کال په پرتله سږکال ۲۰۲۲ کال کې زیاتوالی راغلی. په ۲۰۲۱ کې له ۳۱ زره او ۵۹۱ سپملونو څخه ۹۳۴۰ یې مثبت وو او ۳۴۲ تنه ترې مړه شوي. او سږ کال په ۲۰۲۲ کال چې دوې میاشتې یې مخ په تېرېدو دي، په دې موده کې تراوسه ۵۴۲۰ سمپلونو اخیستل شوي، چې ۲۰۵۸ یې مثبت او ۳۲ کسان مړه شوي؛ چې تېر کال ته لوړالی ښیي.»
د عامې روغتیا ریاست ویاند زیاتوي چې په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د کورونا د واکسین د پلي کېدو پروسه هم چټکه روانه ده، چې تر دې دمه یې څلور لکه، ۵۶  زره او ۹۷۶ کسان واکسین کړي، چې په دې کې یو لک، ۵۸ زره او ۴۸۱ نارینه او یو لک، ۱۵ زره او ۲۶۲ تنه ښځینه واکسین شوي دي.
رحیمي وایي، په ګڼو ناروغانو کې د کورونا د نوې اومېکرون بڼې نښې هم لیدل شوې، خو لا  تثبیت شوې نه دي.
نقیب الله رحیمي زیاته کړه: «د ننګرهار په ټولو ولسوالیو او روغتیایي مرکزونو کې د عامه پوهاوي لړۍ ښه په چټکۍ روانه ده او همدارنګه دا پوهاوی کور پر کور هم کېږي او د واکسینو د تطبیق په برخه کې تر دې دمه ښه پوهاوی شوی دی.»
خو له دې هر څه سره سره روغتیایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د کورونا څپه مخ په پراخېدو ده او دغه حالت د اندېښنې وړ ګني.
روغتیا پالان وایي، که عام وګړي روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي، پر کورونا د زیاتو خلکو د اخته کېدو وېره ډېره ده.


ډېر یې ولولئ:






کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA