ads

په کابل کې پنځه تنه د غلا په تور نیول شوي

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت معین «ذبیح الله مجاهد» پرون ناوخته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغان ځواکونو تېر ماښام اووه بجې د کابل ښار څلورمې حوزې په تایمني سیمه کې پنځه تنه د غلا په تړاو نیولي دي.

شمس الرحمن شمس
27 مرغومی 1400
په کابل کې پنځه تنه د غلا په تور نیول شوي
هغه زیاتوي، له دغو کسانو سره تفنګچې هم نیول شوې او په خبره یې، دا کسان د دوی تر جدي څار لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت ځواکونو د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د غلا او جنایي جرمونو په تور لسګونه کسان نیولي دي.
هېوادوال هم په دې برخه کې د امنیتي بنسټونو پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA