رویټرز خبري اژانس وایي، شمالي کوریا تر اوسه د دغه توغندي د ازموینې په تړاو ډېر معلومات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې د جنوبي کوریا پوځ اعلان کړی چې دا په روان میلادي کال کې د شمالي کوریا له خوا څلورمه توغندویي ازموینه وه چې نن وشوه.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا توغندويي ازموینې منع کړې او پر دغه هېواد یې بندیزونه لګولي دي.
د جنوبي کوریا د امنیتي ادارو په خبره چې شمالي کوریا څو اونۍ وړاندې ژمني پوځي تمرینونه هم ترسره کړل.
د امریکا حکومت هم د شمالي کوریا د توغندویي ازموینو پر دوام اندېښنه ښودلې ده.