ads

د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اقتصادي پلاوي ناسته وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اقتصادي پلاوي د ناستې ترسره کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
27 مرغومی 1400
د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اقتصادي پلاوي ناسته وشوه

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني پرون ناوخته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په ترسره شوې ناسته کې د میوند بانک پر حالت، په فابریکو کې د ګول سیخونو پر کیفیت، په بندرونو کې د نفتي توکو د ازمایښت پر لابراتوارونو، د البدر صنعتي کامپلکس پر ستونزو او د هېواد پر عمومي اقتصادي حالت بحث او خبرې اترې وشوې.
په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې له کجکي بند څخه د برېښنا لېږد لپاره دې ژر تر ژر کندهار او هلمند ولایتونو ته الکترونیکي وسایل واخیستل شي.
د یادولو وړ ده چې په هلمند ولایت کې د کجکي بند جوړېدو کار دوام لري او د راتلونکي کال په وري یا حمل میاشت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغه بند د برېښنا تولید ظرفیت ۱۵۰ مېګاواټ ته لوړېږي چې د یادو ولایتونو خلک به ګټه ترې واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA