ads

په کابل کې ماین چاودنه شوې

کورنیو چارو وزارت وایي، نن ماسپښین مهال د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په پروان سه سیمه کې ماین چاودنه شوې ده.

محمدخان بریال
23 مرغومی 1400
په کابل کې ماین چاودنه شوې

د دغه وزارت د ویاند مرستیال انجینر عاقل جان عزام د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، په دې پېښه کې چاته مالي او ځاني زیان نه دی رسېدلی.
د یادولو وړ ده چې پرون هم د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په بنایي سیمه کې پر نظامي موټر چاودنه شوې وه.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې دوه امنیتي سرتېري ټپیان شوي وو.
تر اوسه د دغو چاودنو مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
تر دې مخکې هم په کابل ښار او ولایتونو کې د چاودنو په پایله کې امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA